ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې ١١ سيمه ييز پوليس نادرکه شوي

1 Apr 2012 - 18:52
1 Apr 2012 - 18:52

ترينکوټ (پژواک ١٣ ورى ٩١): د اروزګان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ١١ سيمه ييز پوليس نادرکه شوي؛ خو طالبان ادعا کوي چې دوى ته تسليم شوي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوي پوليس نن سهار په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له خپلې پوستې څخه نادرکه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دوى له ځان سره وسلې مهمات او د پوستې نور وسايل هم وړي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ياد پوليس طالبانو ته تسليم شوي، وويل چې دا له وخته مخکې خبره ده، له پلټنو وروسته به معلومه شي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې ياد سيمه ييز پوليس له خپلو وسلو او مهماتو سره له دوى سره يو ځاى شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم په دې ولايت کې يو شمېر سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version