ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې شپږ سيمه ييز پوليس نادرکه شوي

5 Jul 2012 - 12:55
5 Jul 2012 - 12:55

هرات ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د لوېديځې حوزې پوليس د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د شپږو سيمه ييزو د نادرکه کېدو خبر ورکوي؛ خو طالبان بيا ادعا کوي، چې لسګونه سيمه ييز پوليس له دوى سره يوځاى شوي دي.

د لوېديځې حوزې د پوليسو مطبوعاتي مسؤول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې شپږ سيمه ييز پوليس په بالامرغاب کې له خپلې پوستې وتلي او کېداى شي په شاوخوا کليو کې د خپلو دوستانو او اشنايانو کورونو ته تللي وي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې له دوى سره د بادغيس د پوليسو مخابراتي اړيکې پرې شوي او نادرکه دي.

محمد معصوم، چې ځان د بالامرغاب ولسوالۍ د پراختيايي شورا مرستيال معرفي کوي، وايي، چې په دې وروستيو کې لسګونه سيمه ييز پوليس په دې ولسوالۍ کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى شوي وو، خو څه موده مخکې د هغوى يو زيات شمېر کسان د توکل په نامه ديوه قوماندان تر مشرۍ لاندې بېرته له دولت سره يو ځاى شول.

نوموړي د هغوى کره شمېره په ډاګه نه کړه او زياته يې کړه چې کېداى شي پاتې نور  سيمه ييز پوليس بېرته له دولت سره يو ځاى شي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې ٨٦ سيمه ييز پوليس په بالامرغاب کې له ١٦ امنيتي پوستو څخه له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

هغه د يوې پوستې د قوماندان نوم ميرزا ياد کړ او ويې ويل، چې هغوى وسلې او مهمات هم له ځانه سره راوړي دي.

احمدي زياته کړه، چې طالبانو د هغوى د يو ځاى کېدو هرکلى کړى او يو ځاى شوو کسانو د دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې له طالبانو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

سيمه ييز پوليس په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت دنده پر غاړه لري، د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم او تنخواه ورکول کېږي او په هغو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي، چې د ملي پوليسو شتون په کې کم دى.

د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د طرحې له مخې، له دغو ځواکونو نه د پنځو کلونو لپاره کار اخيستل کېږي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version