شبرغان (پژواک ١٣ ورى ٩١): په جوزجان ولايت کې د يوناما دفتر نن په رسمي توګه پرانېستل شو او په کار يې پيل وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش د دغه دفتر د پرانېستنې په مراسمو کې وويل، چې دغه دفتر په جوزجان کې د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د لازياتې همغږۍ په موخه پرانېستل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د ازبکستان او ترکمنستان د هېوادونو مشرانو ته يې قناعت ورکړى، ترڅو د پراختيا په برخه کې له جوزجان ولايت سره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه،چې دغه همغږي د يوناما د دفتر لخوا او د ځايي چارواکو په مشورې ترسره کېږي.
کوبيش په دغو مراسمو کې د دوو لويو پروژو، لکه د وسپنې پټلۍ او همدارنګه له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد د پلي کېدو له لومړي پړاو څخه هم خبر ورکړ.
خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د جوزجان والي محمد عالم ساعي په دغو مراسمو کې په شبرغان کې د يوناما د دفتر پرانېستنه، په ياد ولايت کې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې په برخه کې مثبت ګام وباله.
نوموړي وويل، چې په جوزجان کې د ګازو د طبيعي زېرمو له شتون سره سره، تراوسه په ياد ولايت کې کومه لويه پروژه د چارواکو لخوا نه ده پلې شوې.
ساعي د مرسته کوونکو او د لويو پروژو د پلي کوونکو سرچينو په جلبولو کې د يوناما دفتر پرانېستل ګټور وباله.
د يادونې ده، مخکې له دې په جوزجان کې د يوناما کارونه په بلخ کې د يادې ادارې د دفتر لخوا ترسره کېدل.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن