جلال اباد(پژواک ١٤ ورى ٩١):د غازي امان الله خان کورنۍ له دولت څخه د غازي امان الله خان د مزار د جوړونې غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنه د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان لور هنديه او د کورنۍ نورو غړيو يې د وري په ١٤مه د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره په کتنه کې وکړه او اندېښنه يې څرګنده کړه، چې د غازي امان الله خان مزار د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.
د غازي امان الله خان لور هنديې او ورېرونو يې علي سراج، ظهير صديق او محبوب سراج له ګل اغا شېرزي غوښتنه وکړه، چې د غازي امان الله خان مزار دې ورغوي.
هنديې له والي سره تر ليدنې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پلار يې د خپلواکۍ ستورى دى او د ټولو افغانانو په زړونو کې ځانګړى ځاى لري.
نوموړې زياته کړه، چې په امير شهيد بڼ کې يې د پلار مزار او ګنبده نړېدو ته نږدې ده او په دغه بڼ کې يو شمېر خلکو د بڼ ځمکې غصب کړي او تاريخي ونې يې د وچېدو په حال کې دي.
د هنديې په وينا، له والي څخه يې غوښتنه وکړه، چې د امير شهيد د بڼ ځمکې له غصب څخه را وګرځوي او مزار دې په اساسي بڼه ورغوي.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د غازي امان الله خان کورنۍ ته وويل، چې څو ځلې يې هوډ کړى د غازي مزار ورغوي، خو په دې تمه چې د مزار په رغونه کې يې د کورنۍ نظر واخيستل شي، چارې يې تر دې دمه ځنډېدلې دي.
شېرزي د امان الله خان کورنۍ ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د شېرزي فاونډېشن په مالي لګښت نوموړى بڼ او مزار ورغوي.
والي ګل اغا شېرزي د خپلواکۍ د اتل کورنۍ له غړيو او يو شمېر چارواکو سره يوځاى د هغه له بڼ او مزار څخه د ليدنې ترڅنګ د ننګرهار د ښار جوړولو رييس او د جلال اباد ښاروال ته دنده وسپارله، چې د مزار او بڼ رغونې په موخه دې کاري پلان جوړ کړي.
والي ژمنه وکړه، چې بڼ ته راوتلې د کورونو دروازې به بندې او د نقشې له مخې به د امير شهيد بڼ ټول سړکونه پاخه کړي.
د يادونې ده، چې د تېر لمريز کال پر مهال پژواک اژانس دوه ځلې د غازي امان الله خان د مزار د نړېدو خبرونه خپاره کړي وو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير، د مشرانو جرګې د رييس او د ننګرهار د والي له ژمنو سره سره هم دغه چاره ترسره نه شوه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن