ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د غصب لړۍ د غازي امان الله خان تر مقبرې رسېدلې وبلل شوه

په ننګرهار کې د غصب لړۍ د غازي امان الله خان تر مقبرې رسېدلې وبلل شوه

author avatar
13 Mar 2013 - 16:09
په ننګرهار کې د غصب لړۍ د غازي امان الله خان تر مقبرې رسېدلې وبلل شوه
author avatar
13 Mar 2013 - 16:09

جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩١): د ننګرهار د ولايتي شورا وکيلانو د پوليسو په مرسته هغه دېوال ونړاوه، چې د يوه تن له خوا د غازي امان الله د مقبرې او بڼ شاوخوا جوړ شوى و.

د ولايتي شورا وکيلان  وايي، چې په ننګرهار کې د غصب لړۍ د غازي امان الله خان تر مقبرې او بڼ هم را رسېدلې او يو شمېر کړۍ غواړي چې په شخصي توګه ترې ګټه واخلي.

د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو د کب په ٢٣مه د غازي امان الله خان مقبرې ته څېرمه د بڼ هغه دېوال ونړاوه کوم چې د ډاکټر نېک محمد په نامه د يوه له لوري جوړ شوى و.

ډاکټر نېک محمد، چې له ځان سره شرعي وثيقه لري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى د غازي امان الله خان د کورنۍ  وکيل دى او دوى غواړي چې په ياد بڼ کې د بيارغونې کارونه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ لومړى دلته بيارغونه کوو او له هغې وروسته که کورنۍ يې ځمکه خرڅوي او که هر څه پرې کوي، دا د هغوى کار دى.))

د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد دراني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى اول له بڼ څخه دېوال په دې موخه چاپيروي چې د غصب لپاره ورته زمينه برابره شي.

د نوموړي په وينا، په ننګرهار کې که څه هم له سل زره جريبو څخه زياته ځمکه غصب شوې، خو اوس يې سر د غازي امان الله خان تر بڼه را ورسېد او يو شمېر کړۍ غواړي چې په مختلفو لارو چارو يې غصب کړي.

دراني زياته کړه: ((دا ځمکه که د وخت حکومت اعزازي د غازي امان الله خان مقبرې ته ځانګړې کړې، خو کورنۍ يې دا حق نه لري چې خرڅه دې کړي.))

د ولايتي شورا يو بل وکيل ذبيح الله زمري د غازي امان الله خان له بڼ څخه د دېوال چاپيرول  غير قانوني عمل ګڼي او پر ولايتي ادارې تور پورې کوي چې په دا ډول موضوعاتو کې له جديت څخه کار نه اخلي.

زمرى زياته کړه: ((نن يې ترې دېوال تاو کړ، سبا يې خرڅوي هېڅوک يې بيا مخې ته نه شي درېدلى او داسې ګونګسې شته چې دا ځمکه يې خرڅه کړې ده.))

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې د غازي امان الله خان د کورنۍ يو شمېر غړي دوى ته راغلي وو، چې د غازي امان الله خان په مقبره او بڼ کې د بيا رغونې کارونه کوي.

هغه زياته کړه: ((کله چې دوى کار شروع کړ، زه خبر شوم چې دوى ترې دېوال راتاووي بيا مې  پرې کار بند کړ.))

شېرزي وويل، چې له يو شمېر ګونګوسو څخه خبر شوى چې ګواکۍ ياده ځمکه پر بل چا د غازي امان الله خان د کورنۍ يو شمېر غړو پلورلې، خو دى وايي، هېڅوک دا حق نه لري چې د غازي امان الله خان د بڼ ځمکه خرڅه کړي.

والي وايي: ((په قانون کې يادونه شوې، چې تر ٣٧کلونو پورې چې کومه ځمکه له دولت سره پاتې شوه، بيا څوک پرې د دعوې  حق نه لري.))

د ده په خبره، ياده ځمکه د غازي امان الله خان د مقبرې لپاره اعزازي ورکړل شوې وه، نو کورنۍ يې د خرڅ حق نه لري.

د غازي امان الله خان د مزار د جومات ملا امام پژواک اژانس ته وويل، چې څه  موده وړاندې د غازي امان الله خان د کورنۍ غړو ورته ويلي وو، چې ياد جومات هم  شهيدوي او پر ځاى به يې په بل ځاى کې جومات جوړ کړي.

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هنديه وايي، چې په جلال اباد کې د پلار د مقبرې او بڼ د بيارغونې له کارونو ناخبره ده.

نوموړې له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه  کې وويل، چې د ډاکټر نېک محمد په نوم څوک نه پېژني.

هغې زياته کړه: ((نه زما وکيل هلته څوک شته او نه يې زه پېژنم.))

شهزادګۍ زياتوي، چې بې له کوم شکه د غازي امان الله خان د مقبرې ځمکه او ورسره بڼ د دوى شخصي ملکيت دى، مګر دوى ياده ځمکه په هېڅ صورت نه پلوري.

دې زياته کړه: ((هلته زموږ مشران خښ دي، زما پلار دى، موږ به هېڅ کله هم دا کار ونه کړو.))

شهزادګۍ پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې د دوى له نوم نه استفاده کوونکي دې نه پرېږدي چې پر خپل سر له بڼ څخه دېوال تاو کړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.