ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هنديه: د امير شهيد تر بڼ دېوال راچاپېرول زموږ د کورنۍ پرېکړه وه

14 Mar 2013 - 16:26
14 Mar 2013 - 16:26

جلال اباد (پژواک ٢٤ کب ٩١): د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هنديه وايي، چې د جلال اباد په امير شهيد بڼ کې يو شمېر روږدې کسان نشې کوي او پاکوالي ته يې پام نه کېږي؛ ځکه د دوى کورنۍ د احاطې د دېوال جوړولو پرېکړه وکړه.

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو او د پوليسو په مرسته د دغه دېوال يوه برخه ړنګه او د نور کار مخه يې ونيوله.

ځايي چارواکو ويل،  چې د ډاکټر نېک محمد په نوم يوه تن غوښتل د امير شهيد بڼ غصب  او بيا يې پر چا خرڅه کړي.

نېک محمد پرون پژواک اژانس ته ويلي وو، چې دى د غازي امان الله خان د کورنۍ وکيل دى، خو شهزادګۍ هنديې پرون له دې ناخبري ښودلې وه.

خو شهزادګۍ نن (د کب ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پرون له دې نه وه خبره، چې ګوندې کورنۍ يې ډاکټر نېک محمد وکيل نېولى دى.

هغې زياته کړه: ((اوس راته د کورنۍ نورو غړو معلومات راکړي چې ډاکټر نېک محمد يې د ياد کار لپاره وکيل نيولى دى.

هنديه وايي، چې د امير شهيد له بڼ څخه د دېوال چارې د دوى د کورنۍ غړي سردار علي سراج شروع کړې وې، له دې مسئلې په خپله نه وه خبره خو سردار علي سراج د ډاکټر نېک محمد په نوم شخص خپل وکيل ټاکلى دى.

هغه وايي: ((ډاکټر نېک محمد زما د کورنۍ له لوري وکيل ټاکل شوى دى.))

شهزادګۍ هنديه وايي، چې دوى له مجبوريته له ياد بڼ څخه د دېوال د چاپېرېدا چارې پيل کړې؛ ځکه چې په دغه بڼ کې ناپاکي تر اوجه رسېدلې وه، نه يواځې په کې د نشه يي توکو کاروبار کېده، بلکې لسګونه روږدي کسان په بڼ کې پراته او بڼ يې چټل کړى و.

نوموړې په ژړغونې انداز وويل: ((زما د مشرانو په قبرونو يوه لوېشت خاورې پرتې دي، دا هغه څوک وو چې دا وطن يې ازاد کړى دى، خو اوس يې څوک پوښتنه نه کوي.))

هنديه وايي، چې له والي سره يې ياده خبره شريکه کړې وه چې له بڼ څخه به دېوال چاپېروي.

د دې په وينا، چې دا د دوى شخصي ملکيت دى او د يوې لوېشتې ځمکې د خرڅلاو فکر هم له دوى سره نشته او نه به دا ډول فکر وکړي.

نوموړې هغه ټولې ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې دوى دغه ځمکه پلوري.

نوموړې وايي، چې په ننګرهار کې يو شمېر مشران زورواکان شته چې غواړي يوه لانجه رامنځته کړي.

هغې زياته کړه: ((دوى په خپل منځ کې سره تربګنۍ پالي، خو بهانه يې د امير شهيد بڼ نيولې.‎))

هنديه ولايتي اداره بې کفايته بولي او وايي، که چېرې ولايتي اداره په خپله د دغه بڼ ساتنه وکړي او له پاکوالي څخه يې ساتنه وکړي، نو دوى به هېڅکله هم له دغه بڼ څخه دېوال نه واى تاو کړى.

نوموړې وويل: ((زه چې باغ ته لاړم ما ته ژړا راغله داسې بد بوى و، چې بېخي مې ساه نه شوه اخيستى.))

شهزادګۍ وويل، يو شمېر خلک د دوى له ځمکې استفاده کوي او ځينو يې استفاده کړې او په کار ده چې ولايتي اداره يې مخه ونيسي.

د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد دراني پرون پژواک ته ويلي، چې دوى اول له بڼ څخه دېوال په دې موخه چاپېروي چې د غصب لپاره ورته زمينه برابره شي.

دراني زياته کړه: ((دا ځمکه که د وخت حکومت اعزازي د غازي امان الله خان مقبرې ته ځانګړې کړې، خو کورنۍ يې دا حق نه لري چې خرڅه دې کړي.))

د ولايتي شورا يو بل وکيل ذبيح الله زمري د غازي امان الله خان له بڼ څخه د دېوال چاپېرول  غير قانوني عمل ګڼي او پر ولايتي ادارې تور پورې کوي چې په دا ډول موضوعاتو کې له جديت څخه کار نه اخلي.

زمرى زياته کړه: ((نن يې ترې دېوال تاو کړ، سبا يې خرڅوي، هېڅوک يې بيا مخې ته نه شي درېدلى او داسې ګونګسې شته چې دا ځمکه يې خرڅه کړې ده.))

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې د غازي امان الله خان د کورنۍ يو شمېر غړي دوى ته راغلي وو، چې د غازي امان الله خان په مقبره او بڼ کې د بيا رغونې کارونه کوي.

هغه زياته کړه: ((کله چې دوى کار شروع کړ، زه خبر شوم چې دوى ترې دېوال راتاووي بيا مې  پرې کار بند کړ.))

شېرزي وويل، چې له يو شمېر ګونګوسو څخه خبر شوى چې ګواکۍ ياده ځمکه پر بل چا د غازي امان الله خان د کورنۍ يو شمېر غړو پلورلې، خو دى وايي، هېڅوک دا حق نه لري چې د غازي امان الله خان د بڼ ځمکه خرڅه کړي.

والي وايي: ((په قانون کې يادونه شوې، چې تر ٣٧کلونو پورې چې کومه ځمکه له دولت سره پاتې شوه، بيا څوک پرې د دعوې  حق نه لري.))

د ده په خبره، ياده ځمکه د غازي امان الله خان د مقبرې لپاره اعزازي ورکړل شوې وه، نو کورنۍ يې د خرڅ حق نه لري.

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version