ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين: د سولې د پروسې لپاره د ګاونډيانو ملاتړ زيات شوى

لودين: د سولې د پروسې لپاره د ګاونډيانو ملاتړ زيات شوى

author avatar
8 Apr 2012 - 15:28
لودين: د سولې د پروسې لپاره د ګاونډيانو ملاتړ زيات شوى
author avatar
8 Apr 2012 - 15:28

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين وايي، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له خوا د سولې د هر اړخېزې پروسې لپاره ملاتړ زيات شوى دى.

لودين دغه څرګندونې له بريتانوي خبري اژانس (رويټرز) سره په ځانګړې مرکه کې کړي، چې نن (د وري ٢٠مه) د دغه اژانس له خوا خپره شوې ده.

خو هغه د مرکې په لړ کې په دې اړه د پاکستان پر مرستې او ملاتړ زيات ټينګار کړى؛ ځکه چې د جاوېد لودين په وينا، پاکستان طالب مشرانو ته لاسرسى لري او کولاى شي له دوى سره په ټپه درېدلې خبرې يو ځل بيا پيل کړي.

جاوېد لودين، چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند په اړه د خبرو اترو مهم غړى هم دى، وايي، چې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوى او يوه تړون ته نږدې شوي دي.

خو نوموړى وايي، چې دواړه خواوې (امريکا او افغانستان) په دې کې پاتې راغلي، چې د دغه سند د ګټو په اړه له يو بل سره ښې اړيکې ولري او هغه وېره يې لرې نه کړه، چې افغانان يې په اړه فکر کوي، چې ګوندې له ٢٠١٤ کال وروسته به نړيوال افغانستان يو ځل بيا يواځې پرېږدي.

لودين زياته کړې: ((دې ته اړتيا ده، چې د ياد سند په اړه ښه اړيکه ولرو او دغه سند خپلو خلکو ته ښه واضيح کړو؛ ځکه چې ځينې خلک شته ،چې د دغه سند په اړه خلکو ته ناسم معلومات ورکوي.))

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک سند په اړه له تېرو څو مياشتو راهيسې خبرې اترې روانې دي، خو تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

 د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول تېره مياشت امريکا ته د سفر پر مهال له مېرمن کلنټن سره يوځاى يوې خبري غونډې ته وويل، چې کېداى شي له شکاګو غونډې مخکې دغه سند لاسليک شي.

ټاکل شوې ، چې د ناټو سرمشريزه غونډه راتلونکې مياشت د امريکا په شيکاګو ښار کې ترسره شي.

دغه راز د دې ترڅنګ د امريکا او طالبانو ترمنځ هم په قطر کې د دفتر پرانيستلو په اړه خبرې اترې روانې وې، خو دا خبرې تېره مياشت وروسته له هغه طالبانو وځنډولې، چې يوه امريکايي سرتېري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ١٧عام افغانان ووژل.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين په دغې مرکه کې هيله څرګنده کړې، چې ډېر ژر به له قطر سره د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه يو تړون لاسليک شي.

نوموړي دغه راز هيله څرګنده کړه، چې پاکستان او سعودي عربستان به له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د افغانستان د حکومت هڅې تقويه کړي.

هغه زياته کړې: ((موږ په دې اړه کار کوو چې يو ځل دغه پروسه روانه شي او په قضيه کې له ښکېلو کسانو څخه ځيني له دې پروسې سره ورګډ کړو، خو دغه کار د پاکستان، سعودي او ځينو نورو هېوادونو له مرستې پرته نه کېږي.))

 لودين په دې مرکه کې ويلي، چې په سيمه ييزه کچه دوى يو تړون ته نږدې شوي؛ ځکه چې په افغانستان کې د سياسي پروسې،تاوتريخوالي له منځه وړلو او د ثبات لپاره دا ډول ګامونه پورته کول اړين دي.

هغه زياته کړې، چې له مخالفينو سره د خبرو اترو برياليتوب لپاره پاکستان کليدي رول لوبولى شي او له همدې امله دوه مياشتې مخکې،کله چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته سفر وکړ، نو له پاکستاني چارواکو يې وغوښتل،چې د کوېټې شورا له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.