ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل او ننګرهار کې د کرکټ ولايتي سيالۍ پيل شوې

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩١): په کابل او ننګرهار کې دکوچيانو او ١٩ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د اتصالات چلينج کپ په نوم د کرکټ يوه ورځنۍ پنځوس اووريزې سيالۍ پيل شوې.

له دغو سياليو څخه موخه د کرکټ د دويمې درجې ولايتونو له لوبډلو څخه لومړۍ درجې يا (ګريډ ون) ټورنمنټ ته لاره موندل دي.

دا لوبې، چې نن پيل شوې د کابل او د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالو کې ترسره کېږي او ټاکل شوې، چې ١٦ ورځې به دوام ولري.

د کابل په نړيوال لوبغالي کې د دغو سياليو د پيل پر مهال د افغانستان د ماليې وزير او د کرکـټ بورډ مشر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې دا ډول ولايتي سيالۍ د کرکټ لوبې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

هغه ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول سياليو ته ادامه ورکوي او لړۍ به يې نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

زاخېلوال وويل،چې کرکټ په دې وروستيو کې ډېر پرمختګ کړى،د هېواد ملي او د ځوانانو لوبـډلو نړيوالو اتلوليو ته لارې موندلې دي.

د نوموړي په وينا، پخوا دغه لوبه په يو څو ولايتونو کې ترسره کېده، خو اوس يې لړۍ د هېواد ټولو ولايتونو ته غځېدلې ده.

د کرکټ بورډ مشر وويل، چې لوبې او په ځانګړې توګه کرکټ هېواد ته د سولې په راوستو کې مهم رول لوبولى شي؛ ځکه چې د دې لوبې نندارې ته د هر قوم، هرې ژبې او هرې سيمې خلک راځي.

د کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې د کورني کرکټ له پياوړي کولو پرته په يو هېواد کې دغه لوبه پرمختګ نه شي کولاى.

هغه زياته کړه، چې دوى کورني کرکټ ته د ودې په موخه په کابل او ننګرهار کې د نړيوالو لوبغالو جوړولو ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سټيډيمونه او د کرکټ اکاډميانې جوړې کړې دي.

په کابل کې د ترسره کېدونکو سياليو مسوول حاجي احمدشاه پکتين پژواک اژانس ته وويل، چې يادې سيالۍ په څلورو ګروپونو وېشل شوې، چې دوه ګروپه يې په کابل او دوه يې په ننګرهار کې لوبې کوي.

د نوموړي په وينا، په کابل کې د پکتيکا، تخار، باميان، بدخشان، کابل، کندهار، کاپيسا، جوزجان، نورستان او سمنګان لوبډلې لوبه کوي.

دى وايي، چې د ننګرهار په سياليو کې د کوربه ولايت ترڅنګ، د غور، زابل، بلخ، کندوز، هرات، هلمند، کوچيانو پروان او کونړ لوبـډلې برخه اخلي.

د پکتيکا د لوبډلې يوه لوبغاړي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له بشپړ چمتووالي سره په دغو سياليو کې د ګډون په موخه راغلي دي.

خو هغه په خپل ولايت کې د لوبغالي او د روزونکي له نشتوالي شکايت وکړ.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک ته وويل، چې په لومړۍ درجې ولايتونو کې لوګر، پنجشېر، خوست، پکتيا، ميدان وردګ، غزني، بغلان او لغمان شامل دي او له يادو سياليو څخه به څلور لوبډلې ورته لاره پيدا کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version