ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ۱۲ کلبونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ۱۲ کلبونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې

author avatar
14 Oct 2012 - 15:21
په کابل کې د ۱۲ کلبونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې
author avatar
14 Oct 2012 - 15:21

 کابل ( پژواک، ۲۳ تله ۹۱ ): په کابل کې د کرکټ ددولسو کلبونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د تلې په ۲۳مه، مه پیل شوې.

دا سیالۍ د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لخوا د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د هلال ګروپ په مالي لګښت په لاره اچول شوې دي.

د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې ددې سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې د کرکټ بورډ عمومي مشر او سلاکار وزیر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايیوی مشر بشیر ستانکزي، د دې سیالیو مسوول هستي ګل عابد او د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي برخه اخیستې وه.

شهزاده مسعود د یوه توپ په وهلو سره ددې سیالیو رسمي پرانېسته وکړه، هغه وویل چې دا سیالۍ به په هېواد کې د کرکټ ودې او پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کرکټ د ودې او پرمختګ په لاره کې، چې هرڅوک اقدامات کوي، کرکټ بورډ یې ملاتړ کوي.   

د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مسوول او ددې سیالیو یوتن تنظیموونکي هستي ګل عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دې سیالیو کې د کابل ولایت د ۱۲ کلبونو لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د هغه په وینا، د لومړي پړاو په پای کې به له هر ګروپ څخه یوه یوه لوبډله نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کوي.

عابد وایي، چې د کابل ولایت د بېلابېلو کلبونو په لوبډلو کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو لوبډلې او ۱۶ کلنولوبډلې لوبغاړي هم شامل دي .

نوموړي وویل، چې د ملي لوبغاړو سره یو ځای لوبيدو سره نوي لوبغاړي به ددې له تجربو څخه ګټه پورته کړي.

هستي ګل عابد وویل، چې ددې سیالیو مالي لګښت د هلال ګروپ لخوا ورکول کیږي او د هرې لوبې غوره لوبغاړي او ددې سیالۍ ګټونکې لوبډلې ته نورې جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل، چې ددې سیالیو نندارې ته راغلی و، پژواک اژانس ته وویل چې په دې سیالیو کې هغو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی، چې په نورو ملي سیالیو کې د لوبیدا چانس یې نه و ترلاس کړی.

هغه زیاته کړه، چې له دې سیالیو څخه به تکړه او پیاوړي لوبغاړي رامخې ته شي او دوی کولی شي، چې بیا ملي لوبډلو ته لاره پیدا کړي.

د یادونې ده، چې تېره میاشت په کابل او ننګرهار کې دهېواد په کچه د کرکټ ولایتي سیالۍ هم په لاره اچول شوې وې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.