ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٢ شکمن کسان ونيول شول او درې سيمه ييز پوليس ووژل شول

١٢ شکمن کسان ونيول شول او درې سيمه ييز پوليس ووژل شول

author avatar
16 Apr 2012 - 19:04
١٢ شکمن کسان ونيول شول او درې سيمه ييز پوليس ووژل شول
author avatar
16 Apr 2012 - 19:04

پلخمري او شبرغان (پژواک ٢٨ ورى ٩١): ځايي چارواکي وايي چې ايساف ځواکونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې د يوې ديني مدرسې ١٢  طالبان نيولي دي.

 د مرکزي بغلان ولسوال اميرګل نن (د وري ٢٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره نيمه شپه د يادې ولسوالۍ د وردکها په سيمه کې ترسره شول.

 د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې د مدرسې د ښوونکي مولوي سردارولي په ګډون د مدرسې ١٢ طالبان نيول شوي دي.

 د وردکها د سيمې اوسېدونکي زين الله پژواک ته وويل: ((بهرنيو ځواکونو چې افغان ځواکونه هم ورسره وو، تېره شپه د دوو بجو شاوخوا پر ديني مدرسې عمليات وکړل.))

 نوموړي څرګنده کړه، د دغې مدرسې ١٢ تنه نيول شوي چې په کې د هغوى ښوونکى هم شامل دى.

 د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک سره په خبرو کې عمليات تاييد کړل او ويې ويل، چې دغه عمليات د ياد ولايت پوليسو سره له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.

 سرچينې د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

 ايساف تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 وسلوال طالبان هم دغه عمليات تاييدوى او وايي، چې نيول شوي کسان په دوى پورې تړاو نه لري.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې نيول شوي کسان د مدرسې طالبان دي او يو ديني عالم هم په کې شامل دى.

 د يوه بل خبر له مخې، د جوزجان ولايت په قوش تپې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې د وسلوالو طالبانو په بريد کې، د دغې پوستې قوماندان له خپلو دوو کسانو سره ووژل شو.

 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د قوش تپې ولسوالۍ د تراقلي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې شوى دى.

 د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې د پوستې قوماندان له خپلو دوو کسانو سره وژل شوى او دوه تنه نور بې درکه دي.

 غيرت زياته کړه، چې د ياد بريد په تړاو امنيتي ځواکونه پر دوو بې درکه شويو پوليسو باندې شک لري او په دې اړه پلټنې روانې دي.

 په همدې حال کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسووليت په غاړه واخيست او پژواک ته يې وويل، چې په دغه بريد کې درې پيکا، درې کلاشينکوفونه، دوه مخابرې او يو موټرسايکل د دوى لاس ته ورغلي دي.

 نوموړي همدارنګه په دغه بريد کې د يو وسلوال طالب د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.