ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ولسمشر د کابل پر بريدنو خواشيني څرګنده کړه

19 Apr 2012 - 09:04
19 Apr 2012 - 09:04

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩١): د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې يکشنبې ورځې د بريدونو په اړه ولسمشر کرزي ته خپله خواشيني څرګنده کړه.

د تېرې يکشنې په ورځ وسلوالو طالبانو د کابل ښار په درېيو برخو، د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه پيل کړل، چې په ځينو ځايونو کې يې تر ١٨ ساعتونو پورې دوام درلود.

بريد کوونکو د مهمو بهرنيو او دولتي ادارو ودانۍ د سپکو او درنو وسلو تر بريدونو لاندې راوستلې وې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وينا، د يکشنبې ورځې په ډله ييزو بريدونو کې ٣٦ بريد کوونکي، ١١ دولتي سرتېري او ٤ عام وګړي ووژل شول، ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان وو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې اصف علي زرداري تېر ماښام د ټيلېفون پر کرښه ولسمشر کرزي ته د يادې پېښې له امله خواشينې څرګنده کړه.

د سرچينې په وينا، د پاکستان ولسمشر دغه تروريستې پېښې وبللې او کلکې يې وغندلې او زياته يې کړه، چې په دغې غمېزه کې دى او د پاکستان ملت ورسره شريک دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي له زرداري مننه وکړه او ترهګري يې د دواړه هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وبلله.

سرچينه وايي، چې ولسمشر کرزي د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډه مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل، چې له دې څخه د دواړو غاړو عام خلک تر ګواښ لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ويلي وو، چې د دوى د استخباراتي راپور له مخې، د کابل په ګډون د نورو ځينو ولايتونو په وسلوالو بريدونو کې د حقاني شبکې لاس و.

نوموړي اندېښنه وښوده، چې د حقاني شبکه په پاکستان کې په امن کې ده او دغه حالت د دوى لپاره د اندېښنې وړ دى، څو ځلې يې پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې دوى ته دغه حالت نور د زغملو نه دى.

دغه راز د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، چې بريدکوونکي له پولې هغه خوا څخه راغلي وو او د وېرې خپرولو په موخه يې بريدونه تر سره کړل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version