ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کراکر: په افغانستان کې د هغه حکومتي سيسټم ملاتړ کوو، چې خلک يې غواړي

23 Apr 2012 - 16:45
23 Apr 2012 - 16:45

کندهار (پژواک ٤ غويى ٩١): د امريکا سفير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د هغه حکومتي سيسټم ملاتړ او ننګه کوي، چې خلک يې غواړي.

د امريکا د متحدو ايالتونو سفير راين کراکر دغه څرګندونې نن (د غويي ٤مه) کندهار ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي لومړى له کندهار پوهنتون څخه ليدنه وکړه، ورپسې يې له قومي مشرانو، ديني عالمانو، د سولې او ولايتي شوراګانو له غړو او حکومتي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او بيا يې د کندهار له والي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي هېواد ته د امريکا د متحده ايالتونو د کانګرس د غړو د پروني سفر او د هغوى د هغو څرګندونو په اړه، چې دغلته يې د اوسنيو سياسي ستونزو د هوارۍ لپاره پارلماني نظام ښه بديل ګڼلى و، وويل: ((د کانګرس غړي د امريکا د متحده ايالتونو د نظر څرګندويي نه شي کولاى.))

هغه زياته کړه، چې د امريکا متحد ايالات په دې اړه څرګند او ښکاره نظر لري، امريکا په دې برخه کې د افغانستان د اساسي قانون ملاتړ کوي او د هغه حکومتي سيسټم ننګه کوي، چې خلک يې غواړي.

پرون د امريکا د کانګرس ځينو غړو په کابل کې د ملي جبهې له مشر احمدضياء مسعود سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د امريکا د کانګرس پلاوي د سياسي نظام په جوړښت کې، د رياستي نظام بدلول په پارلماني باندې ټينګارکوي او وايي، چې د اوسنيو سياسي ستونزو لپاره ښه بديل پارلماني نظام دى.

د امريکا د متحدو ايالتونو سفير راين کراکر په ياده خبري غونډه کې وويل، چې د متحده ايالتونو او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو وخت نږدې شوى او د دغه تړون له مخې به امريکا د اوږدمهال لپاره له دغه هېواد سره ملګرې وي.

د دغې ګډې خبري غونډې پر مهال راين کراکر وويل، چې د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون مسودې څو مياشتې وخت ونيو او بالاخره د دواړو هېوادونو چارواکو پر دې موافقه وکړه.

هغه زياته کړه: ((ډېر ژر به دغه ستراتيژيک تړون د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شي، موږ د دغه ستراتيژيک تړون له لارې افغانستان ته ډاډ ورکوو، چې امريکا به د اوږد مهال لپاره د هغوى ملګرې او همکاره وي.))

د نوموړي په وينا، تر ٢٠١٤کال وروسته به امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو له افغانستان سره به د امريکا همکاري تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې دوام پيدا کړي.

کراکر کندهار ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې کندهار په تاريخي او سياسي حواله هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره مهم ولايت دى او دغلته ښه امنيت، حکومتداري او پرمختيايي کارونه د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

نوموړي له کندهار پوهنتون څخه د خپلې ليدنې په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې د کندهار له پوهنتون سره به د دوى مرستې پراخېږي او دغلته به د امريکا د سفارت له خوا يو لوى کتابتون هم جوړېږي.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې د امريکا له سفير سره يې په دغه ولايت کې د وروستيو امنيتي پرمختګونو، حکومتدارۍ او پرمختيايي چارو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو سفير راين کراکر داسې مهال کندهار ته سفر کوي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ترمنځ د ستړاتيژيک تړون مسوده نهايي شوې او په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شي.

له هغه وخته، چې راين کراکر په هېواد کې د امريکا د سفير په توګه ټاکل شوى، دا درېيم ځل دى چې هغه دغه ولايت ته سفر کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version