کابل (پژواک ٩ غويى ٩١): هندي لوبغاړي د سنوکر په اسيايي سياليو کې، چې دا مهال په قطر کې روانې دي، د افغان لوبغاړو د پرمختګ مخه ونيوله.
يادې سيالۍ چې تېره اونۍ د قطر په پلازمينې دوحه کې پيل شوې دي، په کې د شاوخوا ٣٠ هېوادونو پنځوسو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د اسيا د سنوکر د اتلولۍ د ډله ييزو سياليو په پاى کې د هېواد د سنوکر درېيو لوبغاړو دويمې مرحلې يا د ناک اوټ سيستم ته لاره پيدا کړې وه.
د اسيا د سنوکر فدراسيون د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي، نادر خان سلطاني د تايلينډ له نيپون، صالح محمد او محمد رييس خان سينزى په شپاړسو غورو لوبغاړو کې له يو بل سره مخامخ شوي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تايلنډي لوبغاړي نادرخان ته او صالح رييس خان سينزي ته ماتې ورکړه او اتم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.
سرچينې ليکلي، چې په اتو غورو لوبغاړو کې هندي لوبغاړي ادتا مهتا افغان لوبغاړي صالح محمد صالح ته پنځه په دوه کې ماتې ورکړه او د افغان لوبغاړو د پرمختګ مخه يې ونيوله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن