ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او د بهرنيو وګړو د مهمو غړو په ګډون ٢٧ طالبان ووژل شول

29 Apr 2012 - 19:12
29 Apr 2012 - 19:12

کابل ښار (پژواک ١٠ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، په هلمند کې د ځانګړو ملي پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د پاکستانيو او عرب وګړو او د طالبانو د مهمو غړو په ګډون ٢٧ طالبان وژل شوي او  يو روزنيز مرکز، چې ترهګر په کې روزل کېدل، له منځه وړل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت غلام صديق صديق وايي، چې تېره اونۍ د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولايت د واشير ولسوالۍ په فولاد سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د دولت ٢٧ وسلوال مخالفين ووژل شول او درې نور يې نيول شوي دي.

نوموړي چې نن (د غويي ١٠مه) يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال مولوي عبدالاحد فضلي، د پوځي کمېسيون مشر مولوي حميدي او د واشير ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى قاضي مولوي عبدالحق شامل دي.

صديقي زياته کړه، چې قوماندان ضابط د ماين ايښودلو طراح او د طالبانو يو بل مشهور غړى، ملا عبدالخالق په واشير ولسوالۍ کې د طالبانو يو بل قوماندان او اووه پاکستاني او عرب وګړي هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: ((هغه کسان چې د دې عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي، د تروريستانو روزنيز مرکز يې جوړ کړى و او له هغه ځاى څخه يې په هلمند او کندهار کې ستر بريدونه پلانول.))

د صديقي په وينا، د عملياتو په ترڅ کې درې شکمن کسان د وسايطو ضد له ٤٣ ماينونو ، اته ميله ډول ډول وسلو، د راکټ لانچر او بم غورځوونکي  ٥٥ مرميو، دوه کرولا موټرو، اووه موټرسايکلونو او درې مخابرو سره نيول شوي دي.

نوموړي په روان کال کې دا عمليات تر ټولو ستر وبلل او ويې ويل، چې دمګړۍ د ملي پوليسو ځانګړي ځواکونه په ټول هېواد کې د خپلواکو عملياتو توان لري.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په حيدراباد سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کي يې د وسايطو ضد ٥٠ ماينونه، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا په يوه جومات کې ځاى پرځاى شوي وو، کشف او شنډ شول.

د سرچينې په وينا، په يادو دوو عملياتو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو د تېرې يوې مياشتې په موده کې په بېلابېلو ولايتونو کې ٨٢ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې سل تنه د بريدونو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د دولت ٣٧ وسلوال مخالفين وژل شوي او د ځانمرګو بريدونو پنځه واسکټونه ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ١٠٧ ميله ډول ډول وسلې، د وسايطو ضد ٧٨ ماينونه، ٣١٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او څه باندې ١٢زره  د سپکو او درنو وسلو مرمۍ کشف او شنډې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند يادونه وکړه، چې د ملي پوليسو ځانګړي ځواکونه په تېره مياشت کې توانېدلي دي، چې څه دپاسه ١٢ ټنه نشه يي توکي او کابو درې ټنه کيمياوي توکي هم کشف کړي او د هيرويينو د توليد درې لابراتوارونه له منځه يوسي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version