ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د محبس سياسي بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړ

29 Apr 2012 - 15:54
29 Apr 2012 - 15:54

کندهار ښار (پژواک ١٠ غويى ٩١): د کندهار د محبس د سياسي بلاک زندانيانو له دې امله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ، چې کابل ته ونه لېږدول شي.

دغه زندانيان وايي، که يې غوښتنې و نه منل شي، نو اعتصاب ته به دوام ورکړي او خپلې خولې به هم وګنډي.

 خو ولايتي چارواکي وايي، چې د سياسي بلاک يو شمېر زندانيانو کابل ته د لېږد په مخالفت کې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

 د سردار محمد په نوم د کندهار د لوى محبس يوه زنداني پژواک خبري اژانس د ټېلېفون له لارې وويل، چې له تېرو نهو مياشتو راهيسې د سياسي بندي په توګه په محبس کې شپې او ورځې تېروي.

 هغه زياته کړه: ((تېره ورځ د سياسي بلاک يو شمېر زندانيان د محبس په اړوند جومات کې د قران کريم په تلاوت بوخت وو، چې څو عسکر راغلل او زندانيان يې تلاشي کول، د دوو زندانيانو تر تلاشي کولو وروسته يو بندي لږ په ځنډ ولاړ شو، دغه مهال يوه پوليس د همدغه بندي مخې ته غوړېدلى قران کريم ته سپکاوى وکړ.))

 د نوموړي په وينا، په جومات کې موجودو بنديانو د پوليسو د دغه چلند پر وړاندې غبرګون وښود، خو له پاسه له يوه برج څخه نورو پوليسو پر زندانيانو ډزې وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړل.

 دى وايي، د همدې پېښې په غبرګون کې د کندهار د لوى محبس د سياسي بلاک ٧٠٠ زندانيانو د لوږې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

 هغه وويل: ((د بنديانو غوښتنه دا ده، چې د خبريالانو او د بشر حقونو د ادارو استازي دې په ګډه د محبس د سياسي بلاک د زندانيانو د غوښتنو اورېدلو لپاره راشي، که داسې و نه شي خپلې خولې به هم وګنډو.))

 خو هغه له پژواک سره د خبرو پر مهال خپلې نورې غوښتنې په ډاګه نه کړې او ټينګار يې وکړ، چې خپلې غوښتنې به هغه وخت ووايي، چې هغوى ته د خبريالانو او د بشر د حقونو استازي ور ولېږل شي.

 بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، په محبس کې هېڅ داسې يوه پېښه، چې قران کريم ته دې په کې سپکاوى شوى وي، نه ده رامنځته شوې.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار د لوى محبس د سياسي بلاک يو شمېر زندانيانو له تېرې شپې راهيسې د لوږې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

 هغه زياته کړه: ((د سياسي بلاک د څو اتاقونو زندانيانو، چې شمېر به يې د ٢٠ او ٤٠ تنو ترمنځ وي، له دې امله اعتصاب کړى چې امنيه قومندانۍ پرېکړه کړې، تر څو يو شمېر هغه سياسي بنديان، چې دلته يې د بند اوږده موده تېره کړې د ځاى د تنګوالي له امله مرکز کابل ته ولېږدوي.))

 نوموړي د بنديانو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې پوليسو دې قران کريم ته سپکاوى کړى وي.

 دى وايي، چې د محبس امنيتي مسوولين مسلمانان او اسلامي عقايدو ته بشپړ درناوى لري او همدغو مسوولينو د زندانيانو لپاره ملا امامان او د قران کريم حافظان ګومارلي، تر څو هغوى ته ديني زده کړې ورکړي.

 د فيصل په خبره، د سياسي بلاک يو شمېر هغه زندانيان، چې په وسلوالو کړنو کې نيول شوي، د دې لپاره د کندهار په محبس کې پر پاتې کېدو ټينګار کوي، چې له زندانه بهر له وسلوالو ډلو سره اړيکې لري او نه غواړي کابل ته ولېږدول شي.

 نوموړي زياته کړه، چې په محبس کې دننه بنديانو ته هېڅ ټيلېفون نه پرېښودل کېږي، خو ښايي، ځينو بنديانو له پټو لارو ټيلېفونونه ترلاسه کړي وي او له ژورنالستانو سره يې اړيکې نيولې وي.

 د ده په خبره، د ستونزې د هوارۍ لپاره د کندهار د محبس مسوولين پر له پسې کار کوي او د اعتصاب کوونکو زندانيانو د روغتيايي وضعيت د څارلو په موخه روغتيايي ډله هم محبس ته لېږل شوې ده.

 کندهار محبس، چې د ښار په لوېديځه څنډه د سرپوزې په سيمه کې پروت دى، تر دې وړاندې هم په کې څو ځلې د سياسي بلاک د زندانيانو له خوا ورته احتجاجونه شوي دي.

 په همدې لړ کې پر دغه محبس دوه کاله وړاندې د وسلوالو طالبانو له خوا بريدونه وشول، چې د محبس د ويجاړېدو ترڅنګ د ١٠٠٠ په شاوخوا کې سياسي او جنايي بنديان وتښتېدل.

 تېر کال په همدې مياشت کې وسلوالو طالبانو د کندهار ښار سوېل، د سرپوزې په سيمه کې د کندهار-هرات پر لويه لاره له يوه کور څخه د زندان پر لوري شاوخوا زر متره سمڅه وېستلې وه او له دې سمڅې څخه د کندهار د چارواکو په وينا، ٤٨٨ سياسي بنديان وتښتېدل.

 

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version