کندهار ښار (پژواک١٣غويى٩١): په کندهار کې د بشري حقونو خپلواکه اداره وايي، که د کندهار محبس د زندانيانو قانوني غوښتنې و نه منل شي او هغوى د خوړو اعتصاب ته دوام ورکړي، نو يو شمېر زندانيان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په کندهار ولايت کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير، چې د ديني علماوو له يوه پلاوي سره په ګډه يې نن د کندهار محبس له اعتصاب کوونکو زندانيانو سره له نږدې ليدلي، وايي، د دولسو په شاوخوا کې زندانيان يې وليدل، چې خپلې خولې يې په تار ګنډلې وې.
د بشري حقونو د ادارې مسوولين داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د کندهار محبس د سياسي زندانيانو د نه خوړ اعتصاب نن څلورمه ورځ هم دوام لري.
په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له درېيو ورځو هڅو وروسته يې اجازه ترلاسه کړه، چې د کندهار محبس له اعتصاب کوونکو زندانيانو سره له نږدې وګوري او د هغوى غوښتنې واوري.
هغه زياته کړه: ((د ١٢ او ١٣ تنو په شا وخوا کې سياسي زندانيان مې وليدل، چې خپلې خولې يې د تار په وسيله ګنډلې او روغتيايي حالت يې له ګواښ سره مخ دى.))
د نوموړي په وينا، سياسي زندانيانو ورته ويلي، چې د اعتصاب کوونکو له ډلې له ٥٠ تر ٦٠ تنو خپلې خولې په تار ګنډلې او روغتيايي حالت يې د دې جوګه نه وو، چې ورغلي پلاوي ته دې وښودل شي.
دى وايي، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، د کندهار محبس سياسي زندانيانو تر هغه وروسته د نه خوړو اعتصاب پيل کړ، چې د محبس اړوند يوه پوليس چارواکي له زنداني څخه موبايل واخيست او د شخړې په پايله کې دوه زندانيان د سر او غاړې په برخو کې برسېرن ټپيان شول.
تنوير د زندانيانو د غوښتنو په اړه وويل: ((اعتصاب کوونکو شکايت کاوه، چې د محبس د سياسي بلاک ٧١٠ تنه زندانيان په ٣٠ خونو کې ساتل کېږي، د خوب لپاره مناسب ځاى نه لري، جومات يې سرپناه نه لري او دغه بلاک د دومره کسانو لپاره يواځې ٨ تشنابونه لري، چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.))
د نوموړي په خبره، زندانيانو دغه راز شکايت کاوه، چې کافي ډوډۍ نه ورکول کېږي، په ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ کې د څېړنو پر مهال شکنجه کېږي، ان د برېښنا د ټکانونو ترڅنګ يې سپکاوى هم کېږي.
دى وايي، زندانيانو دغه راز شکايت کاوه، چې د ځينو بنديانو دوسيې ځنډول کېږي، د ځينو د برائت مکتوبونه راځي، خو نه خوشې کېږي. د دې ترڅنګ د ناروغۍ پر مهال د بنديانو درملنه نه کېږي، په دې لړ کې څه موده مخکې درې تنه ناروغ شوي وو، خو د نه درملنې له امله يې ساه ورکړه.
د بشر حقونو د ادارې دغه کارکوونکي له اړوندو دولتي مسوولينو وغوښتل، چې د بنديانو يادې شوې مشروع او قانوني غوښتنې دې ومني؛ که د بنديانو د نه خوړو پيل شوى اعتصاب همداسې دوام پيدا کړي، نو ځينې اعتصاب کوونکي به خپل ژوند له لاسه ورکړي او دا به يوه لويه غميزه وي.
که څه هم د کندهار ولايت چارواکو ادعا کړې وه، چې د کندهار د محبس سياسي زندانيانو د هغه اقدام پر ضد اعتصاب پيل کړى، چې يو شمېر بنديان چې د اوږدې مودې پر بند محکوم شوي، د ځاى د تنګوالي له امله مرکز کابل ته ولېږل شي؛ خو د بشري حقونو د ادارې دغه کارکوونکي وويل، چې بنديانو ورته په دې اړه څه نه دي ويلي.
نوموړي د زندانيانو له خوا د شکنجې د شکايتونو په اړه وويل، چې ادارې يې په دې وروستيو کې د شکنجې ډېر شکايتونه ترلاسه کړي او ان په دې برخه کې يې د شکنجې او ځورونې اثار هم ليدلي دي.
ده وويل: ((درې کاله مخکې داسې حالت و، چې په ملي امنيت اداره کې د بنديانو ځورونه بېخي صفر شوې وه، ولې اوس د لويانو خو پرېږده، ان په پوليسو او نورو ادارو کې ان د ماشومانو د ځورونې موارد هم بېخي ډېر شوي دي.))
نوموړي له بنديانو سره دغه راز چلند له اساسي او بشري حقونو سره خلاف وګاڼه او په دې اړه يې د حکومتي چارواکو جدي پاملرنه وغوښته.
خو حکومتي چارواکي وايي، چې د کندهار د محبس د سياسي بلاک زندانيانو له دې امله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى، چې کابل ته ونه لېږدول شي.
کندهار محبس، چې د ښار په لوېديځه څنډه د سرپوزې په سيمه کې پروت دى، تر دې وړاندې هم په کې څو ځلې د سياسي بلاک د زندانيانو له خوا ورته احتجاجونه شوي دي.
په همدې لړ کې پر دغه محبس دوه کاله وړاندې د وسلوالو طالبانو له خوا بريدونه وشول، چې د محبس د ويجاړېدو ترڅنګ د ١٠٠٠ په شاوخوا کې سياسي او جنايي بنديان وتښتېدل.
تېر کال په همدې مياشت کې وسلوالو طالبانو د کندهار ښار سوېل، د سرپوزې په سيمه کې د کندهار-هرات پر لويه لاره له يوه کور څخه د زندان پر لوري شاوخوا زر متره سمڅه وېستلې وه او له دې سمڅې څخه د کندهار د چارواکو په وينا، ٤٨٨ سياسي بنديان وتښتېدل.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن