ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري حقونه: د کندهار زندان د ليدلو اجازه نه راکول کېږي

1 May 2012 - 15:39
1 May 2012 - 15:39

کندهار (پژواک ١٢ غويى ٩١): د کندهار محبس د زندانيانو اعتصاب په داسې حال کې درېيمې ورځې ته وغځېد چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، دوى ته اجازه نه ورکول کېږي، تر څو د زندانيانو وضعيت له نږدې وګوري.

بلخوا ولايتي مسوولين وايي، ډېرو زندانيانو خپل اعتصاب پاى ته رسولى او کم شمېر نورو لا هم اعتصاب ته دوام ورکړى، چې اړوند مسوولين ورسره د ستونزې د هوارۍ په موخه په خبرو بوخت دي.

د کندهار د محبس سياسي زندانيانو له وړمې ورځې راهيسې له دې امله د نه خوړو اعتصاب پيل کړى، چې امنيتي ساتونکي ورسره ناسم چلند کوي او د هغوى له ډلې يې په ډزو دوه تنه ټپيان کړي دي.

خو حکومتي چارواکي وايي، چې د کندهار د محبس د سياسي بلاک زندانيانو له دې امله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى، چې کابل ته ونه لېږدول شي.

اعتصاب کوونکو زندانيانو غوښتنه کړې وه، چې د هغوى د ستونزو د اورېدو لپاره دې د بشري حقونو د ادارې پلاوى محبس ته ورشي.

د کندهار له محبس څخه يو شمېر زندانيانو رسنيو ته ويلي، چې د هغوى له خوا پيل شوى اعتصاب دوام لري او د ډېرو ملګرو روغتيايي حالت يې ښه نه دى.

هغوى وايي، د ستونزو د اورېدو لپاره يې لا تر اوسه کوم څوک نه دي ورغلي.

خو په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر انجنير عبدالقادر نورزي د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اعتصاب له پيل راهيسې يې کارکوونکي هڅه کوي، چې زندان ته دننه ورشي او د بنديانو حالت له نږدې وګوري، خو تر اوسه نه دى توانېدلى.

هغه زياته کړه: ((همدا نن مې د موضوع په اړه د کندهار له والي سره وليدل، هغوى راته هدايت وکړ، چې زندان ته دننه ورشو، خو د زندان امنيتي مسوولينو لا تر اوسه زموږ مامورينو ته د دننه تلو اجازه نه ده ورکړې.))

د نوموړي په وينا، دواړه لوري د موضوع په اړه بېلابېلې ادعاوې لري، خو د بشري حقونو اداره به په دې اړه هغه مهال خپل نظر له رسنيو سره شريکوي، چې د بنديانو حالت له نږدې وکتل شي او غوښتنې يې واوري.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل وايي، چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مامورينو ته د والي له خوا اجازه ورکړل شوې، چې د بنديانو حالت له نږدې وګوري او د هغوى غوښتنې واوري.

هغه ومنله، چې نن په درېيمه ورځ هم د محبس د محدود شمېر سياسي زندانيانو اعتصاب دوام لري.

نوموړي زياته کړه: ((ډېرو کسانو اعتصاب پاى ته رسولى، خو د يو شمېر کسانو له خوا لا هم اعتصاب دوام لري، هغوى د محبس له مسوولينو سره خبرې پيل کړې او هڅه کېږي، چې څومره ژر شونې وي، ستونزه پاى ته ورسېږي.))

د ده په خبره، په زندان کې د عامې روغتيا رياست اړوند ټيمونه هم شتون لري، تر څو د اعتصاب کوونکو زندانيانو روغتيايي حالت وڅاري.

نوموړى د محبس د سياسي زندانيانو غوښتنې ناسمې ګڼي او وايي، زندانيان ځکه د کندهار په محبس کې پر پاتې کېدو ټينګار کوي، چې له زندانه بهر له وسلوالو ډلو سره اړيکې لري او نه غواړي کابل ته ولېږدول شي.

کندهار محبس، چې د ښار په لوېديځه څنډه د سرپوزې په سيمه کې پروت دى، تر دې وړاندې هم په کې څو ځلې د سياسي بلاک د زندانيانو له خوا ورته احتجاجونه شوي دي.

په همدې لړ کې پر دغه محبس، چې شاوخوا ٧٠٠ تنه په کې زندانيان دي، دوه کاله وړاندې د وسلوالو طالبانو له خوا بريدونه وشول، چې د محبس د ويجاړېدو ترڅنګ د ١٠٠٠ په شاوخوا کې سياسي او جنايي بنديان وتښتېدل.

تېر کال په همدې مياشت کې وسلوالو طالبانو د کندهار ښار سوېل، د سرپوزې په سيمه کې د کندهار-هرات پر لويه لاره له يوه کور څخه د زندان پر لوري شاوخوا زر متره سمڅه ايستلې وه او له دې سمڅې څخه د کندهار د چارواکو په وينا، ٤٨٨ سياسي بنديان وتښتېدل.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version