ګردېز (پژواک ١١ غويى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا د څمکنۍ ولسوالۍ ښاروال د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د غويي په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر د څمکنيو ښاروال د زرمت ولسوالۍ اړوند د زاو په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د يو کمين په ترڅ کې ووژل شو.
د هغه په وينا، وژل شوى ښاروال د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکى و او له دندې څخه د خپل کور په لور روان و، چې د زاو په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شو.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې پېښه کې د ښاروال دوه ساتونکي هم ټپيان دي، چې دا مهال د ګردېز په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
سمون وويل، چې ياد ښاروال له تېرو څلورو کلونو راهيسې په څمکنيو ولسوالۍ کې د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.
د ده په خبره، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دوى ملګرو د يوه کمين په ترڅ کې د څمکنيو ولسوالۍ ښاروال او پنځه پوليس وژلي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن