ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: لودين بايد د خپلو خبرو سپيناوى وکړي

30 Apr 2012 - 18:33
30 Apr 2012 - 18:33

کابل (پژواک ١١ غويى ٩١): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر بايد د هغو خبرو سپيناوى وکړي، چې ويلي يې دي، ولسي جرګې په اداري فساد کې ښکېلو وزيرانو ته رايه ورکړې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيزالله لودين د وري په ٢٩مه، د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ويلي و، سره له دې چې ولسي جرګې ته يې په اداري فساد کې د ښکېلو کانديد وزيرانو په اړه معلومات ورکړي و؛ خو جرګې ورته رايه ورکړه او اوس د وزيرانو په توګه کار کوي.
ده هغه مهال په دې اړه د کوم وزير نوم نه و اخيستى، خو څو ورځې مخکې يې د کابل پوهنتون له استادانو سره په ناسته کې وويل، چې د انرژي او اوبو وزير محمداسماعيل په اداري فساد کې لاس لري.
لودين ونه ويل چې اسماعيل خان څومره پيسې په ناقانونه ډول ترلاسه کړې دي، خو هغه مخکې د مشرانو جر ګې په غونډه کې ويلي و، چې ولسي جرګې يو داسې وزير ته هم رايه ورکړې چې ٧٠ ميليون ډالره اختلاس يې کړى دى.
د لودين يادو څرګندونو د ولسي جرګې د ګڼ شمېر غړو غوسه راپارولې ده.
په ولسي جرګه کې د غزني استازي محمدعارف رحماني، نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې لودين په مشرانو جرګې کې په يادو څرګندونو سره ولسي جرګې ته سپکاوى کړى دى.
هغه وايي، چې لودين بايد جرګې ته وغوښتل شي او په دې اړه د جرګې غړو ته توضيحات ورکړي.
په ياده جرګه کې د کابل استازې نظيفه ذکي هم د لودين د څرګندونو په اړه وايي: “دغه شان غير مسوولانه څرګندونې د وکيلانو حيثيت ته تاوان رسوي.”
هغې ټينګار کاوه، چې د لودين د څرګندونو په اړه بايد ولسي جرګه جدي پلټنې وکړي.
په ياده جرګه کې د کابل استازي عبيدالله کليمزي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې لودين بايد جرګې ته د خپلو څرګندونو سپيناوى وکړي.
خو هغه زياته کړه: “که لودين واقعاً په دې برخه کې موږ ته مکتوب لېږلى وي او موږ پرې اجراات نه وي کړي، بيا نو ستونزه په موږ کې ده.”
خو د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د کليمزي په ځواب کې وويل، چې جرګې ته لودين په دې پرخه کې کوم مکتوب نه دى استولى.
د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو، نن او په تېرو څو ورځو کې ورته څرګندونې درلودې او له اداري پلاوي څخه يې غوښتنه کوله، چې لودين بايد جرګې ته وغوښتل شي.
د ولسي جرګې دويم مرستيال نعمت الله غفاري، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل چې سبا به د ولسي جرګې د رييسانو په کمېټه کې جرګې ته د لودين د غوښتلو په اړه بحث وکړي.
د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو له مخې، د يادې جرګې د يوې اونۍ اجنډا د اداري پلاوي او اتلس ګونو کمېسيونو د مشرانو په غونډه کې جوړېږي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version