غزني ښار (پژواک ۱۸ غويى ۹۱): په غزني کي د سولې د عالي شورا، ولسواليو شوراګانو او يو شمېر قومي مشرانو له لوري د ښوونځيو د پرانيستلو هڅې پيل شوې.
د غزني په ښار او يو شمېر ولسواليو کې له تېرو څو اونيو راهيسې وسلوالو طالبانو د دولت له لوري د موټرسايکلونو د بندېدو په غبرګون کې ګڼ شمېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
که څه هم د ښار د ښوونځيو دروازې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي خو په اندړو او ده يک ولسواليو کې لا هم شاوخوا پنځوس ښوونځي تړلي دي.
په غزني د سولي شورا د ولايتي کمېټې مشر او د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد د غويي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر د غزني په قومي مشرانو غږ کړى، چې د ښوونځيو پر وړاندې ستونزې وڅېړي او د هوارۍ لاره دې ورته ومومي.
نوموړي زياته کړه: ((دا منو چې طالبانو د موټرسايکلونو په غبرګون کې يو شمېر ښوونځي تړلي دي، خو د ښار ښوونځي ټول خلاص دي او هېڅ کومه ستونزه نشته.))
د ده په خبره، په ولسواليو کې يې هم هڅې پيل کړې، ترڅو هغه تړلي ښوونځي خلاص کړي چې د وسلوالو طالبانو له لوري د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
د فضل احمد په وينا، په ولسواليو کې د سولې د عالي شورا له لوري له قومي مشرانو سره خبرې شوې او ډېر ژر به د ده يک او اندړو ولسوالۍ ښوونځي هم خلاص شي.
په غزني کې د سولې شورا غړى مولوي عبدالحکيم هم وايي، چې اوس مهال د غزني په مرکز کې د ښوونځيو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او ټول ښوونځي خلاص دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ کوښښ کوو چې نور د ښوونځيو پر وړاندې کومې ستونزې پيدا نه شي.))
د ده په خبره، په دغه برخه کې قومي مشران ډېر رول لري، څو شته ستونزې هوارې کړي.
مولوي عبدالحکيم د ولسواليو له قومي مشرانو وغوښتل، چې په دغې برخه کې دې پوره هلې ځلې وکړي، څو د ولسواليو زده کوونکي بيا خپلو ښوونځيو ته لاړ شي.
د يادې شورا د غړو په وينا، وسلوالو طالبانو غوښتل چې له دې لارې د غزني ولايت بدنام کړي او دا د دوى له لوري د غزني د پوهنې رياست لپاره يوه دسيسه وه.
د دوى په خبره، دوى به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې نور د ښوونځيو په بندولو لاس پورې کړي.
که څه هم دا مهال د غزني د ښار ښوونځي پرانيستي دي، خو د زده کوونکو شمېر په کې ډېر لږ لېدل کېږي.
په غزني ښار کې د شمس العارفين لېسې د نهم ټولګي يوه زده کوونکي جان محمد پژواک اژانس ته وويل، چې ښوونځي خلاص دي، ښوونکي راځي او درسونه هم شته، خو زده کوونکي ډېر لږ راځي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ په ټولګي کې ۴۰ زده کوونکي دي، خو اوس له ۲۰ زده کوونکو څخه ډېر نه راځي.))
د هغه په وينا، زده کوونکي د هغو ګواښونو له امله ښوونځيو ته نه ځي، چې وسلوالو طالبانو ورته کړي وو.
نوموړي له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې نور دې د ښوونځيو له بندولو لاس واخلي او دوى دې پرېږدي چې خپلې زده کړې پر مخ بوځي.
پژواک په بيا بيا هڅه وکړه، چې په دې اړه د وسلوالو طالبانو نظر واخلي، خو ونه توانېد.
د يادونې ده، چې پر موټرسايکلونو د بنديز په غبرګون کې د يو شمېر ښوونځيو له بندولو وړاندې هم په غزني ولايت کې څه باندې شپېته ښوونځي د نا امنيو له امله تړلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن