ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين په چاودنه کې پنځه پوليس ووژل شول

9 May 2012 - 11:06
9 May 2012 - 11:06

فراه (پژواک ٢٠ غويى ٩١): د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د فراه ولايت سرپرست او د امنيت امر سمونوال محمدغوث مليار نن (د غويي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر مازيګر د دې ولسوالۍ د دېوار سرخ په سيمه کې رامنځته شوه.

مليار زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پوليسو رينجر موټر په ګزمه بوخت وو.

د سرچينې په وينا، د پوليسو درې مړي او يو ټپي د فراه ولايتي روغتون ته وړل شوي او دوه نور مړي په ولسوالۍ کې دي.

يوه عيني شاهد عبدالبصير، چې د پېښې پر مهال په خپله کروند کې بوخت وو، پژواک ته وويل، کله چې رينجر موټر غوښتل له سړک نه تېر شي، زوروره چاودنه پرې وشوه.

هغه وويل، چې له چاودنې وروسته يې په سيمه کې د څو پوليسو مړي ليدلي دي، خو د شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

همدارنګه د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نوري د پنځو پوليسو د وژل کېدو او د يو بل د ټپي کېدو پخلى وکړ.

همدارنګه د فراه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق ومنله، چې د پوليسو درې مړي او يو ټپي روغتون ته ور وړل شوي، چې د ټپي پوليس روغتيايي وضعيت ښه دى.

د فراه د امنيه قوماندان سرپرست د معلوماتو له مخې، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې له يوې اونۍ راپه دېخوا د دې ولسوالۍ د ببچه په غره کې عمليات روان دي.

سرچينه زياتوي، چې په ياد غره کې د دولت نږدې ٧٠ مخالفين پټ شوي او اوسمهال د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوى دى.

د دې چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version