ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار او فراه کې درې پوليس وژل شوي

کندهار او فراه کې درې پوليس وژل شوي

author avatar
5 Jan 2015 - 11:58
کندهار او فراه کې درې پوليس وژل شوي
author avatar
5 Jan 2015 - 11:58

فراه-کندهار ښار (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٣): د فراه او کندهار ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې پوليس وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو سيمه ييز پوليس وژلى او يو ملکي وګړى يې ټپى کړى دى.

د پشترود ولسوال غوث الدين د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماين د دې ولسوالۍ په “برنګک” کلي کې د اوبو څاه ته د لګول شوي واټر پمپ ترڅنګ ځاى پر ځاى شوى و.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماين تېره ورځ ناوخته د ياد پوليس له خوا چې د همدې سيمې اوسېدونکى و، د واټرپمپ د چالانۍ پر مهال يې چاودنه کړې چې له امله يې ياد پوليس وژل شوى او يو ځوان ملکي وګړى چې د سيمې اوسېدونکى و، ټپي شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم په همدغه کلي کې د يو واټرپمپ تر څنګ د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د کلي د سيمه ييزو پوليسو د مشر د زوى دواړه پښې پرې شوې وې.

د يو بل خبر له مخې، په کندهار کې د وسله والو په غلچکي بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ښار په اوومه ناحيه کې مخ پټو وسله والو موټرسايکل سپرو پر دوو هغو پوليسو ډزې وکړې چې په سيمه کې پر تلاشۍ بوخت وو.

سرچينې زياته کړې چې په بريد کې دواړه پوليس وژل شوي دي.

خپلواک دغه راز وويل چې يو بل پوليس تېر مازديګر په درېيمه ناحيه کې د لمانځه پر مهال تر بريد لاندې راغلى او ټپي شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.