کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩١): ايساف او امريکايي ځواکونو د د تېرې اونۍ په پېښو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله بښنه وغوښتنه او په دې اړه يې د پلټنو خبر ورکړ.
تېره اونۍ د بادغيس او هلمند ولايتونو په دوو بېلابېلو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ عام وګړي ووژل.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ سوله ساتو ځواکونو (ايساف) او امريکايي ځواکونو په ګډه پر دغو پېښو بښنه غوښتې او په دې برخه کې يې د پلټنو اعلان کړى دى.
د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى پر دغو پېښو سخت خواشيني شوي او د يادو پېښو د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.
سرچينې زياته کړې: ((لومړنيو پلټنو ښودلې، چې زموږ د ځواکونو په عملياتو کې يو شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ايتلافي ځواکونه د افسوس وړ دغو پېښو مسووليت پر غاړه اخلي او ډېر ژر به د قربانيانو له کورنيو سره زموږ يو پلاوى وګوري.))
ايساف وايي، چې د دوى يوې ډلې د يادو پېښو په اړه پراخې څېړنې پيل کړې او ډېر ژر به يې پايلې د ايساف د عمومي قوماندان جنرال جان الن له خوا ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې ايساف زياته کړې: ((جنرال الن به ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکوي، چې دوى به تر خپله وسه له دې وروسته هڅه کوي، چې دا ډول پېښې يا تکرار نه شي او يا يې هم کچه ټيټه شي.))
ايساف ويلي، چې که په پلټنو کې کوم څوک مسوول وپېژندل شي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم د ايساف سرتېرو د سرغړونې په اړه د پلټنو خبر ورکړل شوى، خو د يو شمېر پېښو په اړه د ايساف د پلټنو پايلې لا هم په ډاګه شوې نه دي.
يوه هم هغه پېښه ده چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په بګرام هوايي ډګر کې رامنځته شوه، چې امريکايي سرتېرو د قران کريم څو نسخې وسوځولې.
د دغو پېښو په غبرګون کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول او لسګونو افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ايساف د دغو پېښو د څېړلو او په يوه مياشت کې يې د پايلو د اعلانولو خبر ورکړ، خو دا پايلې لا هم نه دې اعلان شوې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن