کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په بادغيس ولایت کې هغه برید په کلکه غندلى، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن له غرمې مخکې د بادغيس په غورماچ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د دغه ولايت د ولایتي شورا د غړي امان الله شهاب زي په ګډون ۷ ملکي وګړي ووژل شول او اته نور يې ټپیان کړل.
خبرپاڼه زياتوي، چې حامد کرزي دغه برید په کلکه غندلى او ويلي يې دي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان د دا ډول ناوړو، غیر انساني او غیر اسلامي عملونو په ترسره کولو سره غواړي د هېواد امن لرونکې سیمې ناامنې او بې ګناه خلک یې په وینو کې لت پت کړي.
همداراز حامد کرزي ويلي: ((تروریستان به نه یواځې دا چې د دا ډول عملونو په ترسره کولو سره خپلو شومو هیلو ته ونه رسېږي، بلکې د لوی خدای (ج) له عذاب او د افغانستان د خلکو له کرکې او نفرت څخه به هم هېڅکله خلاصون ونه مومي.))
ولسمشر کرزي په دغې پېښه کې د وژل شو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د لوی خدای (ج) له درباره د سملاسي روغتیا هیله کړې ده.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن