ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان مدني ټولنې د شيکاګو لپاره ځانګړې امنيتي طرحه چمتو کړې

19 May 2012 - 15:50
19 May 2012 - 15:50

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د افغانستان مدني ټولنه وايي، چې د شيکاګو کنفرانس لپاره يې ځانګړې امنيتي طرحه چمتو کړې ده، چې مهم ټکي يې له هېواد څخه د دفاع او بهرنۍ لاسوهنې سره د مقابلې لپاره د افغان امنيتي ځواکونو تجهيز او غښتلي کول دي.

ټاکل شوې چې د ناټو د مشرانو غونډه د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک او اروپايي اتحاديې په ګډون د څه باندې ٦٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ونډې اخيستو سره سبا (د مې ٢٠مه) په شيکاګو کې د دوو ورځو لپاره ترسره شي.

افغان ولسمشر په دې غونډه کې وينا کوي او له د افغانستان د خلکو هيلې او غوښتنې به له ګډون کوونکو سره شريکې کړي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د صبا نشراتي مؤسسه او د کليد نشراتي اورګان شامل دي، د خلکو د خبرولو او د رسنيو د پر خپلو پښو د ودرېدو په موخه څو مياشتې مخکې په رسمي ډول د رامنځته کېدو اعلان وکړ.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د دغه مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز لپاره په لاره اچول کېږي.

د دې اونۍ د ټلويزيوني بحث ګډون کوونکو د شيکاګو له کنفرانس څخه د خوشبينۍ په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو د لا زيات ملاتړ لپاره د دغو ځواکونو پر تجهيز او پياوړتيا ټينګار وکړ.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجمتع (مجما) اجراييوي رييس عزيز رفيعي په دغه بحث کې وويل چې افغانستان له کمي او کيفي پلوه د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ته اړتيا لري او دغه ځواکونه بايد له ٢٠١٤ کال وروسته په پراخه کچه تجهيز شي.

نوموړي د شيکاګو کنفرانس له افغان امنيتي ځواکونو څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د جذب لپاره ښه فرصت وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې له دې غونډې نه ښې پايلې ترلاسه شي.

رفيعي وايي، چې د شيکاګو په کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې د نهادونو پلاوى هم ګډون کوي، چې د امنيت، د افغانستان او سيمې امنيت د همغږۍ د راتلونکي او نورو مسايلو په اړه به ځانګړې طرحه وړاندې کړي.

د مدني ټولنې د مجتمع اجراييوي رييس زياتوي: “د دې طرحې يو مهم ټکى دا دى، چې افغانان بايد له هېواد څخه د دفاع مشري پر غاړه ولري، افغان امنيتي ځواکونه بايد په کافي اندازه وړتيا ولري، څو د هغو دښمنانو پر وړاندې، چې پر افغانستان بريد کوي او هغو د ښمنانو چې افغانستان ته يې سترګې پټې کړې دي، ودرېږي.”

نوموړى زياتوي: “که چېرې د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا او تجهيز په همدې ډول ټکنى پر مخ ولاړ شي، فکر کوم، چې موږ به له ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيو مداخلو پر وړاندې دفاع ونه شو کړاى.”

دى وايي، چې د شيکاګو کنفرانس به افغانستان د ناټو بهرنى متحد کړي او افغان دولت به د لسو راتلونکو کلونو لپاره د ناټو د مشرانو د همکارۍ ژمنه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي تېره اونۍ د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ويلي و، چې ملي اردو ښه تجهيزات په لاس کې لري؛ خو اوس هم د هوايي ځواک په برخه کې له ستونزو سره مخ ده او هيله ده، چې د شيکاګو په کنفرانس کې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.

اوسمهال د افغان امنيتي ځواکونو شمېر ٣٥٠ زرو ته رسېږي، چې څه باندې ١٩٠زره يې اردو او ١٥٠زره يې پوليس دي.

د رسنيز مشارکت په دغه ازاد بحث کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر احمدضياء لنګري هم وويل، چې د شيکاګو کنفرانس اصلي بحث هم له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د امنيت دوامدار ټينګښت او د افغانستان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا څرنګوالى دى.

دى وايي، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به له افغان ځواکونو څخه ملاتړ په اوسني ډول دوام وکړي او له هغه وروسته د امنيت د ټينګښت په برخه کې د ناټو او نړيوالې ټولنې هڅه داسې ده، چې افغانستان د امنيتي ځواکونو مديريت پر غاړه واخلي او تقويت يې کړي او ترڅنګ يې نړيوال ځواکونه د مشورې ورکولو او تجهيز په برخه کې همکاري وکړي.

لنګري د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تر اوسه پورې د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او تياره ژوند ته د افغانستان د بېرته نه تلو په اړه کوم ځانګړى وړانديز کړى دى؟ وويل: ((موږ په دې برخه کې کوم وړانديز نه دى کړى، خو ليدلورى مو دا دى، چې امنيتي ځواکونه بايد په هر ډول چې وي، تقويت شي، څو وکړاى شي د کورنيو تاوتريخوالو او د هغو تاوتريخوالو چې له بهر څخه رهبري کېږي، مخه ونيسي.”

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر وويل، چې د امنيت ټينګښت يوه مهمه موضوع ده او هيله يې څرګنده کړه چې افغانستان د شيکاګو له کنفرانس نه اوږدمهال ملاتړ ترلاسه کړي او افغانستان به په دې مرستې سره تر ٢٠١٤ کال پورې وکړاى شي منظم او قوي امنيت ځواک ولري، چې د بشري حقونو ټول موازين په پام کې ونيسي.

دى وايي: “د شيکاګو په کنفرانس کې له هغو ژمنو سره چې ګډون کوونکي يې کوي، د افغانستان مسئله له ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٤ کال پورې تامينېږي او افغانستان د دغه فرصت ترلاسه کوي، چې اقتصادي او نورو مسئلو ته پام وکړي.”

لنګري د شيکاګو کنفرانس د افغانستان لپاره يو فرصت وباله او زياته يې کړه، چې دولت بايد له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستو سره د حکومتوالۍ، عدالت، اقتصادي زېربناوو، د کاري زمينې د برابرولو او يوه ريښتوني ډموکراتيک نظام د راوستلو پر مضوعاتو، چې په هغه کې د هر چا سياسي مشارکت د قناعت وړ وي، کار وکړي.

له بلې خوا د مدني ټولنې غړى ضياء مبلغ په دې اند دى، چې د شيکاګو کنفرانس د واک د لېږد پر دوو پړاوونو بحث کوي.

دى وايي، چې يو يې لنډمهالى دى، چې ټاکل شوې تر ٢٠١٤ کال پورې بشپړ شي او دويم يې اوږدمهاله دى، چې په شيکاګو کې يې په اړه پرېکړه کېږي، چې تر ٢٠٢٤ کال پورې دى.

نوموړي وويل، چې د مدني ټولنې بله هيله مندي دا ده، چې په شيکاګو کې بايد د ملکي لېږد برخې ته زيات اهميت ورکړل شي او د اوږدمهاله لېږد په دوره کې ورته زيات پام وشي.

د مدني ټولنې دغه غړى ټينګار کوي: “ملکي لېږد بايد له نظامي لېږد سره په يوه وخت کې ترسره شي، له هغه پرته به له داسې خلا سره مخ شو، چې کېداى شي موږ يو قومي نظامي ځواک ولرو، خو ترڅنګ به يې له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې، پراخ فساد او نشه يي توکي ولرو.”

مبلغ هيله څرګنده کړه، چې د شيکاګو په کنفرانس کې له افغان امنيتي ځواکونو نه قوي ملاتړ وشي، خو ترڅنګ يې د ملکي لېږد پروسه هم يوه اړينه موضوع ده، چې بايد ورته پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه، چې که چېرې د شيکاګو په کنفرانس کې دې موضوع ته پاملرنه ونه شي، بيا به هغه تېروتنۍ تکرار شي، چې د لېزبون په کنفرانس کې شوې وې.

هغه وويل: “هغه تېروتنه، چې د لېزبون په کنفرانس کې وشوه، دا وه، چې پرېکړه وشوه، چې ٢٠١٤ به په افغانستان کې د ناټو او ايساف د ماموريت پاى وي، چې په حقيقت کې دې موضوع د حکومت مخالفينو ته شين څراغ روښانه کړ او په يو ډول يې وهڅول، چې بهرني ځواکونه ځي او افغانستان يواځې پاتې کېږي او په پايله کې وليدل شو، چې بريدونو زور واخيست.”

دغه کنفرانس د ناټو د غړو هېوادونو په ګډون د ١٣٨٩ کال د لړم په مياشت کې د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې جوړ شو او په ترڅ کې يې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پروسې او د افغانستان نورو اړوندو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

مبلغ ټينګار وکړ، چې د شيکاګو په کنفرانس کې بايد دغه تېروتنې جبران شي.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت وايي، چې د شيکاګو په کنفرانس کې د امنيتي ځواکونو د ښوونې او روزنې د څرنګوالي په اړه بحث کېږي او له دغه کنفرانس نه د ياد وزارت غوښتنه له ٢٠١٤ کال وروسته دا ده، چې ملي اردو له اوسني حالت نه، چې د کورني امنيت د ټينګښت وړتيا لري، ووځي او وکړاى شي بهرنى امنيت، چې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ټينګښت دي، تامين کړي.

خو ناټو د شيکاګو غونډه تاريخي بولي او وايي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې وشي او د ناټو مشرانو به له افغانستان سره د يوه قوي مشارکت لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډامنيک ميډلي تېره اونۍ په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو ماموريت پراختيا د شيکاګو د غونډې مهمه موضوع بللې وه او ويلي يې وو، چې ناټو به د لېږد د پروسې له بشپړېدو وروسته هم له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چې ناټو به له افغانستان سره خپلو مشورو، مرستو او روزنې او د ناټو او ايساف غړي هېوادونه به هم د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل لپاره خپلې ونډې ته دوام ورکړي. 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version