ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو په افغانستان کې له سرتاسري ټولټاکنو څخه ملاتړ کوي

6 Apr 2013 - 14:15
6 Apr 2013 - 14:15

 کابل (پژواک ١٧ ورى ٩٢): “له اندېښنو او ګنګوسو سره سره، نړيواله ټولنه له افغانستانه هيڅ ځاى نه ځي، دوى به د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې خپل بيکونه تړلي افغانستان پرې نه ږدي.”

دا ټکى په افغانستان کې د ناټو د ستر ملکي استازي موریتس یوخیمز (Maurits Jochems)  له قوله په هغې خبر پاڼه کې څرګند شوى، چې نن د ايساف له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.

د ناټو دغه چارواکي د افغانستان لپاره د ناټو او نړيوالې ټولنې ژمنې ښکاره او بې مخينې بللي او ويلي يې دي، چې د افغانستان راتلونکې د نړيوالې ټولنې په لاس کې نه ده، خو دوى له افغانستان سره په راتلونکې کې د يوه ژمن شريک په توګه ولاړ دي.

هغه زياته کړه، چې له ګنګوسو او اندېښنو سره سره، نړيواله ټولنه په افغانستان کې پاتې کېږي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي هم په بيا بيا ويلي، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به حالت ښه شي، خو دا چې له دغه کال وروسته به څومره بهرني سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، خبرې اترې روانې دي.

د هغه په خبره، امکان لري، چې له دغه کال وروسته د امريکا او ناټو د نورو غړو هېوادونو لس زره سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو ستر ملکي استازي زياته کړې، چې په افغانستان کې نه يواځې د دوستانو او شريکان ، بلکې خپله د افغانانو له خوا هم زياته پانګونه شوې او نړيواله ټولنه بايد هغه لاسته راوړنه له لاسه ور نه کړي، چې د ترلاسه کولو لپاره يې په کلکه مبارزه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د توکيو کنفرانس له افغانستان څخه پراخ ملاتړ ته ژمن دى او د شيکاګو په کنفرانس کې د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل، د روزنې د يو نوي ماموريت او له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د ناټو د سلا مشورې او مرستې په اړه تصميم نيول شوى دى.

خو بوخيمر په ډاګه کړې، چې لا هم کارونه پاتې دي، چې بايد ترسره شي. افغان حکومت د کابل، شيکاګو او توکيو په نړيوالو او مهمو کنفرانسونو کې د اوچتو ټولټاکنو د ترسره کېدو، له اداري فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ د ښه والي، له اساسي قانون په ځانګړي ډول د بشري حقوقو د ساتنې او د قانون حاکميت د خوندي کولو ښکاره ژمنې کړې دي.

د توکيو کنفرانس د ١٣٩١ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د څه باندې ٨٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شو او نړيوالې ټولنې له ٢٠١٣ نه تر ٢٠١٦ کال پورې د څلورو کلونو لپاره د ١٦ميليارده ډالرو ژمنه وکړه.

 د شيکاګو کنفرانس، چې تېر کال ترسره شو، د ناټو مشرانو هم  تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنې وکړې.

د ناټو دغه مقام هم د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته اشاره وکړه او افغانستان يې د سياسي فعاليتونو داسې صحنه وبلله، چې ډېر اړخونه لري او زياتوي چې په افغانستان کې د تلپاتي پرمختګ يوه مهمه برخه په راتلونکو ټولټاکنو کې په ساده ډول د جمهوري رياست سياسي لېږد دى.

د هغه په خبره، معتبرې ټولټاکنې د يوې ديموکراتيکې ټولنې لپاره ګډ مسووليت دى. د ټول شموله او د افغانستان  ټولو خلکو، ټاکنيزو بنسټونو، حکومت، سياسي ګوندونو، رسنيو، مدني ټولنو او هېواد والو ته  يو ډول د منلو وړ ټولټاکنو لپاره د يو او بل همکارۍ ته اړتيا لري.

يوخيمر ويلي، چې دغه ټولټاکنې د واک د دموکراتيک ليږد لپاره يو تاريخ فرصت دى، ناټو او د ناټو غړي هيوادونه د ټولمنلو ټولټاکنو له ترسره کيدو څخه د ملاتړ په برخه کې کار کوي.

هغه په تيرو څو کلونو کې دافغانستان لاسته راوړنې فوق العاده وګڼلې او له بهرنيو ځواکونو څخه يې افغان لوري ته دامنيتي مسووليتونو لېږد ته په اشارې سره وويل ، چې اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه په ښه ډول ددې وړتيا او پر نفس اعتماد لري او د خپلو خلکو د امنيت خوندي کولو د مشرۍ اخيستلو په حال کې دي .

د ناټو دغه ستر استازي اعلان وکړ ، چې په نږدې راتلونکي کې به د ليږد څلورم پړاوو له اعلان سره ددغه هيواد ٩٠ سلنه نفوس دافغان ملي اردو او پوليسو تر امنيتي پوښښ لاندې راشي او نهايتا له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته به ټول امنيتي مسووليتونه دغو ځواکونو ته وسپارل شي .

يوخيمز ويلي ، چې دايساف ماموريت بشپړاوي ته ٢١ مياشتې پاتې کيږي ، له دغه مودې وروسته دناټو جګړيز ماموريت پاى ته رسيږي او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې ، سلامشورې او مرستې نوى ماموريت به د ناټو تر لارښوونې لاندې وسپارل شي .

هغه زياته کړې ده : ” موږ به ددې شاهدان وو ، چې افغان امنيتي ځواکونه به د روان کال تر نيمايي پورې په ټول هيواد کې دامنيتي چارو مشري پر غاړه واخلي . له دې سره سره به موږ له ايساف ځواکونو سره تر يو نيم کال پورې د مبارزې او روزنې په برخه کې له دوى سره وو ، خو د افغان امنيتي ځواکونو له بشپړ ملاتړ سره .”

نوموړي څرګنده کړه ، چې ددغې اندېښنې د له منځه وړلو لپاره تر اوسه پورې شوې هڅې د ستاينې وړ دي . دخپلو ژمنو په تر سره کولو کې دافغان دولت ګټورې هڅې ، ناټو ته په راتلونکو کلونو کې هم له  افغانستان څخه د ملاتړ اجازه ورکوي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version