ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

آيساف : نه پرېږدو چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل شي

آيساف : نه پرېږدو چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل شي

author avatar
6 Aug 2012 - 15:55
آيساف : نه پرېږدو چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدل شي
author avatar
6 Aug 2012 - 15:55

  کابل ( پژواک، ١٦ زمرى ٩١): آيساف او ناټو د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه له ٢٠١٤ کاله وروسته د افغانستان په خوا کې ده او نه پرېږدي، چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

د ايساف نظامي وياند ګونتر کتس Gunter Katzنن ( د زمري ١٦مه) ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې نړيواله ټولنه او د ايساف او ناټو غړي هېوادونه له افغان دولت سره يو ځاى کار کوي، څو وکړاى شي ښه امنيت رامنځته کړي.

هغه زياته کړه، چې نړيواله ټولنه د افغانستان پر وړاندې ژمنه ده او له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې حضور ولري، څو له افغان دولت سره مرسته وکړي.

د ايساف نظامي وياند ټينګار وکړ: ” نړيواله ټولنه هېڅ کله افغانستان يواځې نه پرېږدي، څو يو ځل بيا دترهګرو په ځاله بدل شي. “

 کټس وويل: ” ناټو او نړيوالې ټولنې اعلان وکړ، چې موږ له افغانستان سره خپل ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکو، ان له ٢٠١٤ کاله وروسته، له همدې امله له افغانستان سره د بهرنيو هېوادونو دوه اړخيز تړونونه لاسليک شول، چې دا په خپله له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ ښکارندوي کوي. “

افغانستان د تېر يو کال په موده کې له امريکا، هند، ايټاليا، اسټراليا، المان او فرانسې سره د ستراتيژيکو اړيکو تړونونه لاسليک کړل.

د ايساف نظامي وياند وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه اوس مهال ښې وړتياوې لري او کولى شي تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې امنيتي مسووليتونه پرغاړه واخلي او امنيت ټينګ کړي.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال ٣٠ په سلو کې عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا پلان او عملي کېږي او هڅه کېږي، چې دغه سلنه لوړه شي.

د کټس په وينا، له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته به هم يو شمېر بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي او له افغان ځواکونو سره به په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

 په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند ډامينيک مېډليDominic Medley  ، چې په نننۍ خبري غونډه کې د ايساف له نظامي وياند سره يو ځاى و، وويل، چې د ناټو ماموريت يوه اصلي موخه او د افغان دولت اصلي کار دا دى، چې افغانستان د تل لپاره خوندي او باثباته پاتې شي.

هغه زياته کړه : ” زموږ يو لومړيتوب دا دى، چې وکړاى شو د ترهګرو پر ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه ونيسو او پرې نه ږدو، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په مرکز بدل شي، له همدې امله موږ په دې لاره کې يو ځاى کار کوو، څو پرې نه ږدو چې داسې وشي. “

 ميډلي وويل ، چې په افغانستان کې د ناټو او ايساف ماموريت ، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو لېږل، د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز کې د ناټو ژمنه او د نړيوالې ټولنې ملاتړ ددې ضمانت کوي، چې افغانستان به بيا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د ايساف نظامي وياند د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو او د امنيتي مسووليتونو په لېږد دهغوى د اغېزو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ” مناسب نه ګڼمه ، چې د ولسي جرګې او د افغانستان حکومت د پرېکړې په اړه نظر ورکړم، خو د لېږد پروسه روانه ده او موږ هيله لرو، چې وکړاى شو د ٢٠١٤ کال تر پايه امنيتي مسووليتونه افغان امنيتي ځواکونو ته ولېږو او په دې لاره کې موږ هېڅ ستونزه نه وينو. “

 هغه وويل، چې افغانستان او پاکستان له يو ډول ننګونې سره مخ دي، چې هغه د ترهګرۍ موجوديت او د افغانستان او پاکستان تر منځ له سرحدي سيمو څخه دهغوى تګ راتګ دى.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.