ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر امنيتي سند د لاسليک ځنډېدا به د شيکاګو او توکيو ژمنه شوې مرستې وګواښي”

27 Nov 2013 - 12:15
27 Nov 2013 - 12:15

کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): امريکا وايي چې پر امنيتي سند د لاسليک له ځنډو سره به په شيکاګو او توکيو کانفرانسونو کې له افغانستان سره شوې مالي مرستې له ګواښ سره مخ شي.

د ١٣٩١ لمريز کال په غبرګولي مياشت کې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو سازمان د سرمشريزې غونډې پر مهال پرېکړه وشوه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به د افغان ملي ځواکونو لګښتونه چې په اټکليز ډول د کال څلور ميليارده ډالر کېږي، امريکا او نړيواله ټولنه ورکوي.

دغه راز تېر کال د جاپان په توکيو ښار کې هم د افغانستان په اړه په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغانستان ته د١٦ ميليارده ډالرو مرستو ژمنه شوې وه.

اوس امريکا وايي، چې که د افغانستان حکومت له دوى سره امنيتي سند ژر تر ژره لاسليک نه کړي، نو د شيکاګو په غونډه کې يادې ژمنې شوې مالي مرستې هم له ګواښ سره مخ کېږي.

د روان لمريز کال د ليندۍ په دريمه په کابل کې جوړې شوې لويې مشورتي جرګې له امريکا سره امنيتي سند له يو شمېر وړانديزونو سره تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، چې تر څو يې امريکا درې شرطونه ونه مني، سند به له ټاکنو مخکې لاسليک نه کړي.

د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د امريکايانو له خوا د خلکو د وژنو او د هغوى پر کورونو د چاپو درول او د سولې د عملي پروسې پيل د ولسمشر هغه شرطونه دي چې امريکا ته يې ايښي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جان سپاکي په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې افغان ټاکنو ته پنځه مياشتې پاتې دي او تر هغې وروسته د دغه سند په لاسليک کېدو سره امريکا او ناټو سازمان نه شي کولى تر ٢٠١٤ کال وروسته خپل پلانونه عملي کړي.

هغه زياته کړه: ((د افغان حکومت دغه کار په شيکاګو او توکيو کنفرانسونو کې ژمنې شوې مالي مرستې هم له ګواښ سره مخ کوي.))

د هغې په وينا، د امريکا لپاره څرګنده ده، چې تر افغان ټاکنو پورې انتظار ايستل، عملي بڼه نه شي خپلولى.

سپاکي زياتوي: ((دا زموږ لپاره ډېره مهمه او اړينه ده چې د امنيتي سند په اړه ژر پرېکړه وشي.))

نوموړې ويلي، چې امريکا د امنيتي سند لپاره نوى مهالوېش نه ټاکي، خو تر افغان ټاکنو پورې هم انتظار نه شي ايستلى.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version