ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف او امريکا: د ستراتيژيک سند د لاسليک پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شوي

ايساف او امريکا: د ستراتيژيک سند د لاسليک پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شوي

author avatar
9 Apr 2012 - 18:43
ايساف او امريکا: د ستراتيژيک سند د لاسليک پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شوي
author avatar
9 Apr 2012 - 18:43

کابل ( پژواک ٢١ ورى ٩١ ) : ايساف او امريکا وايي،چې افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو سند پر وړاندې دوه ستر خنډونه هوار شول او هيله يې څرګنده يې کړه، چې دغه سند له شيکاګو غونډې وړاندې لاسليک شي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو وياند جنرال جيکبس او د امريکا ددفاع وزارت  پنټاګان وياند جى کربي نن د وري په  ٢١مه، په کابل کې يوې ډلې خبريالانو ته وکړې.

جى کربي وويل چې افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سند لاسليک کولو پر وړاندې سترې ننګونې وې او اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې تېره مياشت د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته د سپارلو او پرون د شپنيزو عملياتو افغاني کولو په موخه هوکړه ليکونه له افغان حکومت سره لاسليک شول.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې د ستراتيژيکو اړيکو  سند به کله لاسليک شي وويل : (( کره نېټه نه شم ښودلى، خو دا هم له امکان څخه لرې نه ده، چې له شيکاګو غونډې مخکې لاسليک شي. ))

د افغانستان په اړه د ناټو غړيو هېوادونو سرمشريزه غونډه ټاکل شوې ده، چې د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ دويمه نېټه د امريکا په شکاګو ښار کې جوړه شي .

 د ايساف وياند جنرال جيګبسن وويل ، چې د شيکاګو په غونډه کې به له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د ژمنو په اړه خبرې او پرېکړې کېږي .

هغه زياته کړه ،چې په دې غونډه کې به ډېرى د افغانستان د ملي ځواکونو د ځواکمنتيا او د هغوى پر تمويل  او لګښتونو خبرې کېږي .

نوموړي وويل چې د شيکاګو په غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه او نړيواله ټولنه به د افغانانو لپاره د ٢٠١٤ کال وروسته د مرستو او همکاريو يو څرګند پيغام ورکړي.

ټاکل شوې ده ،چې تر٢٠١٤ کال پورې د  افغانستان ټولې امنيتي  چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او د ايساف اړونده ډېرى هېوادونه به تر يادې نېټې پورې له افغانستان څخه خپل سرتېري اوباسي.

د ايساف وياند ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې تر ٢٠١٤ او له دې کال وروسته دايساف رول به څه وي؟ وويل چې دوى به خپل حمايوي رول ته ادامه ورکوي  او کله چې ترې افغان ځواکونه د عملياتو پر مهال مرسته وغواړي، دوى به يې مرسته وردانګي.

جنرال جيګيبسن د افغان ملي ځواکونو په اړه وويل ، چې د روان کال تر پايه پورې به دا شمېره ٣٥٢ زره ته ورسېږي او دغه شمېره به تر ٢٠١٤ کاله پورې پاتې وي.

د هغه په وينا،دغه شمېرې ځواکونو ته هر کال  اوه ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به يې نړيواله ټولنه ورکوي ،چې يواځې ٨٠ سلنه يې د امريکا متحدو ايالتونو لخوا ورکول کېږي.

خو نوموړي زياته کړه ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به ددې شمېر د کمولو هڅې پيل کېږي او په اټکليز ډول کېداى شي ٢٨٠ زره ته ورسول شي.

د امريکا دفاع وزارت وياند د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دايمي نظامي اډې د ستراتيژيک سند برخه ده  او که نه؟ وويل چې امريکا په افغانستان کې دايمي نظامي اډو ته هېڅ لېوالتيا نه لري .

خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.