شيکاګو (پژواک، ٢غبرګولى ۹۱): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شيکاګو غونډې په پاى کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د زياتو امريکايي سرتېرو شتون نه د افغانستان په ګټه دى او نه هم په د امريکا .
بارک اوباما نن په شيکاګو کې د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې وويل چې د ۲۰۱۳ کال له نيمايي څخه وروسته به افغان امنيتي ځواکونه په ټول افغانستان کې د عملياتو قومانده پر غاړه واخلي.
هغه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه ډېره بريالۍ وبلله او زياته يې کړه چې د دې پروسې له بشپړېدو سره به امريکا ته دا زمينه برابره کړي، چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.
اوباما زياته کړه: ((په افغانستان کې د زياتو امريکايي سرتېرو شتون نه د افغانستان په ګټه دى او نه هم د امريکا.))
د امريکا ولسمشر وويل، چې دوى غواړي د افغانستان جګړه له مسووليته ډکه خلاصه کړي او هلته به داسې هېڅ نيمګړتيا پرې نه ږدي، چې وسلوال طالبان بېرته واک ته ورسېږي.
نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل په اړه وويل، چې که څه هم يو شمېر هيوادونو په دې برخه کې اعلانونه او ژمنې کړې، خو زياته يې کړه چې دغه کنفرانس د دې لپاره نه و، چې کره شمېرې اعلان شي.
بارک اوباما زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي او پياوړي شوي دي.
هغه د امنيت د لېږد د پروسې په اړه وويل: ((که چېرې موږ دا پروسه نه واى پيل کړې، نو افغان امنيتي ځواکونه به هېڅکله د دې جوګه نه وو شوي، چې د امنيت چارې سمبال کړي.))
نوموړي د افغانستان د راتلونکې په اړه وويل، چې دوى ښې او بدې ورځې دواړه پر وړاندې لري، خو ژمنه يې وکړه، چې دوى د يوه با ثباته افغانستان په موخه خپل هدف ترلاسه کوي.
بارک اوباما د پاکستان د رول په اړه زياته کړه، چې دوى غواړي پاکستان د نړيوالې ټولنې د هڅو برخه وي؛ ځکه چې پاکستان د افغانستان په امنيت کې مهم رول لوبولى شي.
هغه زياته کړه: ((دا د پاکستان په ګټه دي، چې له نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي.))
بارک اوباما وويل، چې د افغانستان له تجربې يې دا زده کړل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ بايد ښې حکومتدارۍ ته هم پاملرنه وشي.
نوموړي په ټوليزه د شيکاګو کنفرانس ډېر بريالى اعلان کړ او د دغه ښار د اوسېدونکو له مېلمه پالنې يې مننه وکړه.
د يادونې ده، چې بارک اوباما هم د دغه ښار اوسېدونکى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن