ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راستنېدونکو کډوالو په اړه د ننګرهار چارواکي اندېښنه لري

23 May 2012 - 17:02
23 May 2012 - 17:02

جلال اباد (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي اندېښنه څرګندوي، چې که د پاکستان دولت په ډله ييز ډول افغان کډوال وباسي، دوى به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو، له هغو افغان کډوالو څخه چې قانوني اسناد نه لري، وغوښتل چې د روانې مې مياشتې تر پايه افغانستان ته ستانه شي. دغه راز د روان زېږديز کال په پاى کې افغان کډوالو ته د کډوالۍ د ځانګړو کارتونه د صلاحيت موده پاى ته رسېږي او دا لا نه ده معلومه، چې د دغو کارتونو موده به وغځول شي او که نه؟

د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي، دغه څرګندونې نن (د غبرګولي ٣مه) د پاکستان د زاخېلو له کمپ څخه د راستنو شويو ١٨٣ کډوالو کورنيو ته د نومرو د وېشل پر مهال وکړې.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د موقتې ادارې له راتګ وروسته، دغه ولايت ته ١٢٥زره کورنۍ راستنې شوي، چې ٦٥زره يې د استوګنې ځايونه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې دغه ولايت ته د پاکستان له بېلابېلو کمپونو څخه ١٠زره کورنۍ راستنې شوي، چې د ځمکو د نه شتوالي له امله اوس هم ډېرى يې بې سرپناه دي.

د کډوالو رييس وويل: ((په ننګرهار ولايت کې د شېخ مصري او چمتلې په نومونو د راستنو شويو کډوالو لپاره دوه ښارګوټي لرو او د ١٤زره نومرو درلودونکي دي، چې وار له مخې وېشل شوې دي.))

د ده په خبره، په پلان کې لري چې سږکال په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره دوه نور ښارګوټي هم منظور کړي، چې په ټوليز ډول به ٣٠زره د استوګنې نومرې د دوى لپاره ولري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو ښارګوټو د رسمي کولو چارې له کرنې وزارت سره په جريان کې دي.

فقيرزي وويل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د ګډ پلان له مخې، سږکال يواځې له لس زرو کورنيو سره د مرستو وړتيا لري.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، که د پاکستان حکومت د مې مياشتې تر پايه ناقانونه او د کال تر پايه قانوني کډوال په زور هېواد ته راستانه کړي، له ګڼو ستونزو او ننګونو سره به مخ شي.

فقيرزي وويل: ((د کډوالو ځاى پر ځاى کول، هغوى ته سرپناه، خوراکي او غير خوراکي توکو برابرول اسان کار نه دى.))

دى وايي، يوه بله ستونزه چې دوى ورسره مخ دي، دا ده چې د نورو ولايتونو کډوال له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته، خپلو ولايتونو ته نه ځي او د ولسمشر د فرمان پر خلاف په ناقانونه توګه ننګرهار کې پاتې کېږي.

د کډوالو چارو رييس زياتوي، چې د پاکستان د دولت وروستۍ پرېکړې دې ته اړ کړى، چې له نړيوالو مرستندويو موسسو سره د کډوالو د راستنېدو لپاره بېړنى چمتووالى ونيسي.

د ده په خبره، نن يې ١٨٣ هغو کورنيو ته چې په ناقانونه توګه يې د کانال په فارمونو کې اړولي وو او تېر کال د خيبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ له زاخېلو کمپ څخه راستانه شوي وو، د چمتلې په ښارګوټي کې نومرې ووېشلې.

د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ٦٠ کلن ميا جنت ګل پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا يونيم کال مخکې د زاخېلو له کمپ څخه راستون شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((تراوسه راسره دولت هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او تر دې چې د څښاک اوبه په پلاستيکي بوشکو کې له دوه کيلومتره لرې سيمې څخه په شا تر خپلو کورنيو ته راوړو.))

دغه کس خوښي وښوده، چې دولت يې ناقانونه کور ورانوي او پر ځاى يې قانوني نومره د استوګنې لپاره ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې يو مياشت وړاندې د پاکستان له کوهاټ سيمې څخه د خوګياڼو ولسوالۍ لسګونه کورنۍ راستنې شوې وې، چې پاکستانيو طالبانو يې د راستنېدو د مخنيوي په موخه درې تنه ځوانان هم وژلي وو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version