ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د مسمومو زده کوونکو شمېر ١٦٠ ته ورسېد

29 May 2012 - 11:57
29 May 2012 - 11:57

تالقان (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د تخار ولايت روغتيايي چارواکي وايي، چې د تالقان ښار د نجونې د يوې بلې لېسې د مسموم شوو زده کوونکو شمېر ١٦٠ ته ورسېد، خو اوس يواځې ٢٠ يې تر درملنې لاندې دي.

د تالقان ښار په څلور کيلومترۍ کې د اهندرې د نجونو د لېسې يو شمېر زده کوونکې او د دې لېسې څلور ښوونکې نن سهار (د غبرګولي ٩مه) په نامعلوم علت مسمومې شوې دي.

د تخار د ولايتي روغتون رييس حبيب الله رستاقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه مسموميت په پايله کې روغتون ته ١٦٠ تنه ور وړل شوي، چې ډېرى يې له درملنې وروسته له روغتون څخه خارج شوې دي.

رستاقي وويل چې اوس مهال ٢٠ تنه زده کوونکې، چې مسموميت يې شديد وو، تر درملنې لاندې دي.

هغه د زده کوونکو د مسموميت لامل په ډاګه نه کړ، ويې ويل چې د يو شمېر مسموم شوو زده کوونکو د وينې نمونه اخيستل شوې، څو د تشخيص لپاره مرکز ته واستول شي.

د تخار د پوهنې رييس عبدالوهاب ظفري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مسموميت علت تر اوسه نه دى معلوم شوى.

د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو په همکارۍ يې د دې پېښې او تېره اونۍ، دې ته د ورته پېښو په اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ترلاسه کړې.

ظفري وويل، چې په مسموم شوو کې د دې لېسې څلور ښځينه ښوونکې هم شاملې دي.

د اتم ټولګي زده کوونکې طاهرې له درملنې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ناڅاپه راته سرګنګسي پيدا شوه او پر ځمکه ولوېدم.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د تالقانو ښار د بي بي هاجرې د نجونو لېسې څه باندې سل زده کوونکې مسمومې شوې وې او دوه ورځې مخکې يو ځل بيا د دې لېسې يو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړى دى.

د دغه وزارت وياند غلام کارګر اوغلي تېره ورځ پژواک ته ويلي و، چې په تخار کې د يو شمېر مسموم شوو د وينې نمونې مرکز ته استول شوې، چې تر دوو راتلونکو اونيو به د وينې پر نمونو څېړنې وشي او د زده کوونکو د مسموميت اصلي لامل به په ډاګه شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version