تالقان (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): د تخار روغتيايي چارواکي وايي، چې په تالقانو ښار کې د نجونو د لېسې د مسموم شويو زده کوونکو شمېر ٤٣ ته ورسېد او له درملنې وروسته رخصت شوې دي.
د تالقانو ښار په پنځم سړک کې د بي بي هاجرې د نجونو لېسې يو شمېر زده کوونکې نن (د غبرګولي ٧مه) په نامعلوم علت مسمومې شوې.
د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه مسموميت له امله ٤٣ زده کوونکې ولايتي روغتون ته ور وړل شوې دي.
ساپى وايي، چې د مسموميت څرنګوالى تر اوسه نه دى معلوم، خو د وينې نمونې يې د تشخيص لپاره مرکز ته لېږلې دي.
همدارنګه نوموړي وويل، چې د کره تشخيص لپاره د وينې معاينات مجهز لابراتوار او زيات وخت ته اړتيا لري.
د تخار د ولايتي روغتون اداري مدير عبدالقيوم قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له امنيتي ځواکونو سره يې يو ځاى څېړنې روانې دي.
د هغه په وينا، دغه زده کوونکې له درملنې وروسته روغې او له روغتونه خارج شوې دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل الله اسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مسموميت لامل تر اوسه نه معلوم او په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
هغه وويل، تر هغو چې د مسموميت علت معلوم نه شي، امنيتي ځواکونه نه شي کولى څوک ونيسي.
د دې لېسې د نهم ټولګې زده کوونکې ذکيې له رغېدو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل: “کله چې ښوونځي ته ننوتم، يو توند بوى مې حس کړ او وروسته ګيچه شوم او پر ځمکه ولوېدم.”
هغې زياته کړه، چې د دې په شان نور زده کوونکي هم له دې ستونزې سره مخ شول او روغتون ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره چهار شنبې هم د يادې لېسې ١٢١ زده کوونکې مسموم شوې وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن