تالقان ښار (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د تخار د تالقانو ښار د بشير اباد د نجونو لېسې څه باندې ٥٠ زده کوونکې نن سهار مسمومې شوې دي.
د تخار د ولايتي روغتون رييس حبيب الله رستاقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو زده کوونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي او روغتيايي وضعيت يې مخ په ښه کېدو دى.
خو هغه د زده کوونکو د مسموميت پخلى ونه کړ؛ ځکه چې په هغو کې د اضطراب او سرګيچۍ يو حالت ليدل کېږي.
د تخار ولايت د پوهنې رييس عبدالوهاب ظفري د دې لېسې زده کوونکو د مسموميت په پخلي سره وويل، چې د دغه ولايت د زده کوونکو د مسموميت لامل تر اوسه نه دى معلوم.
هغه زياته کړه؛ دا څوم ځل دى، چې د دغه ولايت په لېسو کې دا رنګه پېښې رامنځته کېږي.
د بشيرآباد لېسې يوې زده کوونکې نيلوفر، چې د تخار په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل: “په ټولګې کې ناستې وو، چې يو تېز بوى مو دماغ ته راغى، سرګيچي راته پيدا شوه، کله مې چې وليدل، نور ټولګيوال مې هم زما په شان سرګيچه وو، نوره پوه نه شوم، کله چې په هوښ راغلم ، په روغتون کې وم.”
دا په داسې حال کې ده چې، چې د غبرګولي په ٩مه نېټه د تالقانو ښار د اهندرې د نجونو لېسې ١٦٠ زده کوونکې مسمومې شوې وې.
د پوهنې وزارت د مطبوعاتي دفتر د يوه چارواکي د عبدالصبور غفراني د معلوماتو له مخې، يو ساعت مخکې دوى ته معلومات ورسېدل، چې د تخار ولايت د بشيراباد لېسې ٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د مسموم شوو کسانو د وينې نمونې او د هغه ښوونځي د اوبو، خوړو او آن د هوا او خاورې نمونه، چې هلته زده کوونکي مسموم شوي دي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او ايساف له خوا اخيستل شوې، خو پايله يې تر اوسه معلومه نه ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کال په لومړيو درېيو مياشتو کې په خوست، تخار، بلخ او باميان ولايتونو کې څه باندې ١١٠٠ زده کوونکي مسمومې شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن