ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د مسموم شوو زده کوونکو شمېر ١٢١ تنوته ورسېد

23 May 2012 - 11:47
23 May 2012 - 11:47

تالقان (پژواک ۳ غبرګولى ۹۱): د تخار روغتيايي چارواکي وايي، چې د تالقانو د ښار د نجونو د لېسې د درې تنو ښوونکو اويو ملازم په ګډون د مسموم شوو زده کونکو شميره ١٢١ تنو ته رسيدلي ده.

دغه چاوراکي زياته وي چې ټول مسموم شوي زده کوونکې د درملنې وروسته له روغتون څخه خپلو کورونو ته تللي دي.

 د تالقانو د ښار په پنځم سړک کې د بې بې هاجرې د نجونو د ښوونځې يو شمېر زده کوونکې نن سهار (د غبرګولي درېيمه) مسمومې شوې دي.

 حبيب الله رستاقي د تخار د ولايتي روغتون رييس پژواک اژانس ته وويل، چې  د مسمو شوو شميره ١٢١ تنو ته رسيدلي چې زياتې زده کوونکې وې دغه روغتون ته ور وړل شوې دي.

د نوموړي په خبره چې تراوسه د مسمو کيدا لامل او نوع نده جوته، خو دوينې بيلګې يې د تشخيص لپاره کابل ته استولى ده.

رستاقي زياته کړه، دوى د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په هڅه کې، چې د دې پېښې لامل معلوم کړي.

د تخار د پوهنې د رييس عبدالوهاب نظري په وينا، په دې لېسه کې شاوخوا درې زره زده کوونکې پر زده کړه بوختې دي، چې تر پېښې وروسته خپلو کورونو ته تللې او له همدې امله تر اوسه د مسموم شوو زده کوونکو کره شمېره نه ده څرګنده.

ظفري زياته کړه، چې د مسموم شوو په ډله کې درې ښځينه ښوونکې او د ښوونځي ملازم هم شامل دى.

که څه هم چارواکي د دې پېښې د لامل په اړه بې خبرې ښيي، خو د دغه ښوونځې د اووم ټولګي زده کوونکې نسيمې، چې تر مسمومېدو وروسته يې روغتيايي حالت ښه شوى، پژواک ته وويل: ((له ښوونځې بهر مې د څاه اوبه وڅښلې، ترڅو دقيقو وروسته ګنګسه شوم او پرځمکه وغورځېدم.))

هغې زياته کړه، کله چې روغه شوه نو د ښوونځې يو شمېر نورې زده کوونکې يې هم ولېدې چې پر ځمکه لوېدلې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت هم د تخار د رستاق ولسوالۍ د نجونو د ښوونځي تر ٥٠ زياتې زده کوونکې مسمومې شوې وې.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version