ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موټربم په چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د موټربم په چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
29 May 2012 - 09:40
د موټربم په چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
29 May 2012 - 09:40

جلال اباد (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د مومندرې ولسوال وايي چې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره د ځانمرګو بريدګرو په موټر کې د چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د مومند درې ولسوال  نوراغا کامران د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې له تورخم څخه د جلال اباد ښار په لوري روان يو سراچه موټر، چې په کې پنځه ځانمرګي بريدګر ناست وو، د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پر لويه لاره د يوه کلينيک مخې ته په کې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دغه موټر کې د ځانمرګيانو له خوا چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، چې خپله پر دوى ور وچاودېد.

ولسوال وويل، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي وژل شوي او درې نور ټپي دي.

هغه زياتوي، چې ټپيان د  غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د  غني خېلو د روغتون يوه ډاکټر رحمان ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې نازک دى.

د ضياء الرحمن په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او سراچه موټر هم ډېر زيانمن شوى دى.

خو د نوموړي په وينا، کېداى شي په موټر کې يوه تن چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو او نور سپرلي يې عام وګړي وي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.