ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مس عينک زون لوبډلې په کرکټ سياليو د معلولينو  د لوبډلو اتلولي خپله کړه

د مس عينک زون لوبډلې په کرکټ سياليو د معلولينو د لوبډلو اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د افغانستان د څلورو زونونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لومړنيو سياليو اتلولي د مس عينک زون لوبډلې خپله کړه.

دا سيالۍ د روانې مياشتې په اتمه نېټه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې، چې په کې د بست، امو، سپين غر او مس عينک د معلولينو لوبډلو برخه اخيستې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي فريد هوتک د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو سياليو پاى لوبې ته د مس عينک او امو زون لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې نن يې ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د مس عينک لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٨٩ منډو هدف کېښود.

د نوموړي په وينا،  مس عينک له لوري زبير، چې په يوه پښه معذور دى، ډېره ښکلې لوبه وکړه او ١٢٢ منـډې يې جوړې کړې.

هوتک وايي، چې د امو لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١١٩ منډو وسوځېده او دغه راز د مس عينک لوبډله دغه پاى لوبه د ٦٩ منډو په توپير سره وګټله او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د مس عينک لوبډلې پياوړى لوبغاړى زبير د پاى لوبې او د دغو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

د مس عينک کپتان محمدالله  د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره يې دوى ته په لوړه کچه سيالۍ برابرې کړي.

هغه زياته کړه، چې دوى د دغو سياليو لپاره ښې تياريانې نيولې وې او د لوبغاړو د ښې لوبې له امله دوى اتلولي خپله کړه.

د لوبې په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينواري، د کورني کرکټ مشر نظيم جار عبدالرحيمزي او يو شمېر نورو چارواکو پر لوبغاړو او ګټونکې لوبډلې انعامونه او جايزې ووېشلې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر حميد شينواري د دغو سياليو په پاى کې پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو څخه موخه د معلولينو ملي لوبډله جوړول دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو په پاى کې به دوى له بېلابېلو لوبډلو څخه وړ او پياوړي لوبغاړي په نښه کړي او ملي لوبډله به ترې جوړه کړي.

ډاکټر شينواري وويل، چې دوى د پاکستان د معلولينو له فدراسيون سره په اړيکه کې دي، ترڅو د دواړو هېوادونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالۍ په لاره واچوي.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د ورته سياليو په لاره اچولو سره، معلولينو ته ډاډ ورکړي چې دوى د ټولنې د نورو وګړو په څېر د زده کړو ترڅنګ د لوبو کولو حق هم لري.))

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.