کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ لاسليک شوى ستراتيژيک سند د راتلونکې يکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومې غونډې ته وړاندې کېږي.
د ستراتيژيکو همکاريو سند تېره مياشت د يادو دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کابل کې لاسليک کړ، چې د غبرګولي په ٦مه د ولسي جرګې له خوا تصديق شو او يوه ورځ وروسته يې مشرانو جرگې ته واستاوه.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روانه اونۍ کې د مشرانو جرګې کمېسيونونو پر ياد شوي سند بحث کړى دى.
هغه وايي، چې تېره ورځ د مشرانو جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه کړې، چې د ستراتيژيکو همکاريو دغه سند به د يکشنبې په ورځ عمومي غونډې ته د تصديق په موخه وړاندې شي.
د مسلميار په وينا، په دغه سند کې ښې حکومتدارۍ، په امنيتي برخه کې مرستو، د اقتصاد پياوړتيا او بشري حقونو ته په کې پاملرنه شوې، چې همدغه د افغانستان غوښتنه هم ده.
هغه زياته کړه: ((په دغه تړون کې ښکاره داسې څه نشته، چې هغه د افغانستان په خير نه وي، خو بيا هم د سناتورانو خپل نظر دى، چې تاييدوي يې او که يې ردوي.))
د مشرانو جرګې د رييس په وينا، په دغه هوکړه ليک کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون يادونه هم شوې، چې يو کال وروسته به لاسليک کېږي او هماغه وخت به يې جرګه په اړه پرېکړه وکړي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه ډېر خوشبين نه يم، چې د دغه هوکړه ليک په تصديق سره به د ګاونډيو لاسوهنه کمه شي؛ ځکه چې د بهرنيو په شتون کې ګاونډيان لاسوهنې کوي او هوکړه ليک خو يواځې د کاغذ پر مخ پراته مواد دي، چې دواړو لورو پرې توافق کړى وي.))
د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو د کمېسيون رييس عارف الله پښتون وويل، چې د ستراتيژيکو هماريو پر ياد سند د مشرانو جرګې ټولو کمېسيونونو بحث کړى او هېڅ يو يې په اړه مخالف نظر نه لري.
پښتون زياتوي: ((په ټوليزه توګه زه ويلي شم، چې دغه تړون د هېواد په تاوان نه دى.))
د اساسي قانون د ٩٠مې مادې له مخې، د دولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن