ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د بګرام د ساتنځاى په اړه د بهرنيو رسنيو څرګندونې رد کړې

3 Jun 2012 - 18:51
3 Jun 2012 - 18:51

کابل(پژواک١٤غبرګولى٩١): د افغانستان د ملی دفاع وزارت د بګرام د ساتنځاى په اړه د بهرنيو رسنيو څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې افغان لوري ته ددې ساتنځاى د  لېږد چارې له هوکړه ليک سره سمې روانې دي .

له امريکائيانو څخه افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د چارو لېږد هوکړه ليک د تېرکال د کب په ١٩ مه ، د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د مشر جنرال جان الن ترمنځ لاسليک شو .

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې  “نيويارک ټايمز” ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې په ورځ او وروسته “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې ليکلي و، چې د زندانيانو د خوشې کېدو په اړه امريکا د ويټو حق لري .

سرچينې زياته کړه، چې افغانانو ته د بګرام د ساتنځاى د چارو لېږد د افغان دولت او خلکو غوښتنه ده او امريکا متحده ايالتونه د زندانيانو په اړه په کومه پرېکړه کې د ويټو واک نه لري .

سرچينې په دې اړه زياته کړه : “… خو د دې لپاره چې د افغان حکومت او امريکا ترمنځ همغږي شتون ولري ، مشورې کوي او د هغه زنداني په اړه ، چې د افغانستان او امريکا لپاره ګواښ رامنځته کولى شي ، دواړه خواوې ګډ تصميم نيسي.”

دغه راز دده په وينا، يادو ورځپاڼو ليکلي ، چې ساتنځاى ته د ننوتو پر مهال له افغان چارواکيو ګرځنده ټېلېفون اخيستل کیږي.

هغه وايي، چې ساتنځاى ته د ټېلېفون لېږد د يوې مقررې له مخې، چې دواړو خواوو هوکړه پرې کړې ده ، بند دى.

ده په دې اړه د يادو ورځپاڼو د څرګندونو په تړاو زياته کړه: “د ټېلېفون په اړه څرګندونې مغرضانه دي ځکه ، کله چې د مقررې په اړه دواړو خواوو هوکړه کړې وي، نو د زندان قوماندان هم دغه مقرره پر ځان پلې کوي .”

هغه وويل چې افغان لوري ته ددې ساتنځاى د چارو لېږد په نورمال ډول روان دى او له ټاکلې مودې سره سم به بشپړې شي. 

د افغانستان د دفاع وزارت لخوا ياد شوي ساتنځاى ته ټاکل شوي قوماندان جنرال محمد فاروق بارکزي په نننۍ خبري ناسته کې وويل چې له امريکايي ځواکونو څخه افغانانوته د بګرام د ساتنځاى د چارو د لېږد له پېل راهېسې١٥٠٧تنه زندانيان افغانانو ته سپارل شوي، چې له دې ډلې څخه تر اوسه ١٥٤ تنه يې خوشې شوي هم دي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا مهال د بګرام په ساتنځاى کې ١٦٩٣ افغان بنديان تراوسه افغان لوري ته نه دي سپارل شوي.

هغه وويل چې د بګرام زندانيانو د دوسيو د څېړنو لپاره د دفاع او کورنيوچارو وزارتونو، ملي امنيت رياست، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ ١٥ کسيزه ځانګړې کمېټه رامنځته شوې ده .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د يادې کمېټې تر څېړنو وروسته د عدليي او قضايي ارګانونو له پرېکړې سره سم        تراوسه دوى ته د سپارل شويو زندانيانوله ډلې څخه ١٥٤ تنه خوشې شوي دي .

هغه وويل چې په خوشې شويو زندانيانو کې داسې کسان شامل و، چې له کوم دليل پرته نيول شوي و او يا يې هم د بند موده پوره شوې وه .

دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هغو زندانيانو د دوسيو څېړلو لپاره ، چې په اړه يې اسناد او شواهد کم دي له يادې ځانګړې کمېټې څخه يو ګډ کاري بورډ رامنځته شوى او په اړه به يې پلټنې کوي .

بارکزى زياتوي ، چې له خوشې شويو زندانيانو پرته دوى تر اوسه د ٨٧٧ تنو دوسيې څېړلي ، چې له دې ډلې څخه د ٥٧١ تنو دوسي د هېواد عدليي او قضايي ارګانونو او د ٣٠٦ تنو نورو دوسيې يې ياد شوي  بورډ ته سپارلې دي  .

هغه زياته کړه : ((  افغانان په دې اړه بشپړه  خپلواکي لري … که چېرې کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي، نو انشاالله چې له ټاکل شوې مودې سره سم به د ټول زندان د چارو لېږد بشپړ شي .))

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version