غزني ښار (پژواک ۱۷ غبرګولى ۹۱): د پوهنې چارواکي وايي، ناپېژانده وسلوالو په غزني ښار کې يو قومي مشر او د يوه خصوصي ښوونځي مالک وواژه.
د غزني ولايت د پوهنې رياست وياند غالب د غبرګولي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د غزني ښار د غيب قلندر په سيمه د جلال بابا په نوم د خصوصي ښوونځي مالک او قومي مشر زده کوونکو ته د بيسکويټو وېشلو پر مهال د ناپېژانده وسلوالو له خوا پر ډزو ووژل شو.
نوموړي زياته کړه: ((درې کسان په موټرسايکل سپاره ښوونځي ته راغلل او په نوموړي يې ډزې وکړې او د ده له وژلو وروسته وسلوال له سيمې وتښتېدل.))
د غالب په خبره، عبدالخالق دغه ښوونځى په خپلو شخصي پيسو جوړ کړى و او په جلال بابا يې نومولى و، چې د ده د پلار نوم و.
خو د غزني د ولايتي روغتون مسوولين بيا وايي، چې دوى ته نن د يوه ښوونځي د سرښوونکي مړى ور وړل شوی دى.
د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د غزني ښار د جلال بابا د خصوصي ښوونځي سرښوونکى ور وړل شوى دى.
د ده په خبره، کله چې دغه ښوونکى ور وړل شو، نو مړ شوى و او پر بدن يې څو مرمۍ لګېدلې وې.
د دغه ښوونځي د شپږم ټولګي يوه زده کوونکي لعل محمد هم پژواک اژانس ته وويل: ((عبدالخالق زده کوونکو ته بېسکويت ورکول، چې دوه تنه پر موټرسايکل سپاره راغلل او د ښوونځي په منځ کې يې پرې ډزې وکړې.))
د هغه په وينا، کله چې دوى ورغلل، نوموړى مړ شوى و او وسلوال کسان له سيمې وتښتېدل.
د غزني ولايت امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه کوله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن