کابل ښار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): په افغانستان کې د ايساف د دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د دغو ځواکونو د وژل شوو شمېر ١٨٨ تنو ته ورسېد.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، چې يو سرتېرى يې نن (د غبرګولي ٢٠مه) د هېواد په ختيځ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ووژل شو.
سرچينې زياته کړې، چې يو بل سرتېرى يې تېره ورځ په يوه غير نظامي پېښه کې د ټپونو له امله د هېواد په سوېل کې ساه ورکړه.
ايساف د وژل شوو سرتېرو د هويت او د پېښې د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو د هېواد په ختيځ او سوېل کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
د اى کژولټي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، چې په عراق او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د وژل شوو شمېره ښيي، په افغانستان کې د ايساف ځواکونو ته تر ټولو زيات تلفات په مې مياشت کې اوښتي، چې ٤٥ تنو ته رسېږي.
په دې وېبپاڼه کې راغلي، چې د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله د ايساف ١٨٨ سرتېري وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راپه دېخوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ٣٠٣٥ سرتېري وژل شوي، چې څه باندې دوه زره يې امريکايي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن