کابل (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): په هېواد کې د کرکټ لوبې ته د لا ودې او د ځوانو استعدادونو د رابرسېره کولو په موخه د لومړۍ درجې (ګريډ ون) سيالۍ نن په کابل او ننګرهار ولايتونو کې پيل شوې.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو سياليو کې، چې لس ورځې به دوام وکړي، د دوولسو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخلي.
هغه زياته کړه، يادې لوبدلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، چې په کابل کې، د کابل، لوګر، ميدان وردګو، پنجشېر، کندهار او خوست او په ننګرهار کې د پکتيا، بغلان، لغمان، کونړ، کندوز او غزني لوبډلې برخه اخلي.
وفا وايي، چې يادو لوبډلو له يو لړ سياليو وروسته لومړۍ درجې يا ګريډ ون ته لاره موندلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي مشر ډاکتر حامد شينواری يادې سيالۍ مهمې او ارزښتمنې بولي.
هغه وايي: ((د افغانستان کرکټ بورډ به د دغو سياليو په ترڅ کې هغه لوبغاړي چې ښه استعدادونه او وړتياوې ولري او تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې، په نښه کړي او په راتلونکې کې به يې د زونونو منتخبو لوبډلو او الف لوبډلې کې ولوبوي.))
د ډاکټر حامد شينواري په وينا، ولايتي سيالۍ ترسره کول که له يوې خوا د لوبغاړو هڅونه ده، نو له بلې خوا له دې لارې به د افغانستان د الف لوبډلې ترڅنګ ملي او نولس کلنې ملې لوبډلې ته ملاتړې لوبغاړي وموندل شي.
د مرکزي بند امير زون مشر او د کابل لوبډلې روزونکى حاجي عزيز الله هم د لومړۍ درجې سيالۍ مهمې ارزوي او زياتوي چې له دې سره د لوبغاړو وړتيا زياتېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دا په ملي کچه د کرکټ تر ټولو لويې او مهمې سيالۍ دي او له دغو سياليو لوبغاړي د هېواد ١٩ کلنو، الف او ملي لوبـډلو ته لاره پيدا کوي.
د کابل لوبډلې کپتان جنت ګل وايي، چې دوى د لومړۍ درجې سياليو لپاره ښه تمرينات ترسره کړي او بشپړه تياري يې ورته نيولې وه.
هغه زياتوي، چې نن له لوګر سره لوبه لري او د برياليتوب لپاره به يې هلې ځلې وکړي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن