ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نجراب کې ځانمرګي بريد ٤ فرانسوي سرتېري وژلي او پنځه نور ټپيان دي

9 Jun 2012 - 11:56
9 Jun 2012 - 11:56

کابل (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): د فرانسې د ولسمشر دفتر ومنله چې د کاپيسا ولايت په ځانمرګي بريد کې يې څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپي دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د غبرګولي٢٠مه) د سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ بازار ته څېرمه پر فرانسوي سرتېرو وشو.

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا هولانډ له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپي دي.

سرچينې زياته کړې: ((ټپي سرتېري چې د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و، روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.))

د فرانسې ولسمشر ويلي، چې پر دې پېښې خپل ژور احساسات او خواشيني د وژل شوو سرتېرو له کورنيو سره شريکوي او هغوى ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.

بلخوا ايساف ځواکونو نن هم د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې د افغانستان په ختيځه سيمه کې يې څلور سرتېري وژل شوي، خو سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، چې ځانمرګى بريد کوونکى په چادرۍ کې راغلى و او د ايساف د فرانسوي ځواکونو پر ګزمې يې بريد کړى دى.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى، طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په دغه بريد کې يې ١٢ فرانسوي سرتېري وژلي دي.

د نجراب ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دې ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د ايساف شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور له درېيو ملکي وګړو سره ټپيان شوي دي.

د نجراب ولسوال سلطان محمد ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوى دى.

دى وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دغه بريد کې شپږ فرانسوي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بريد کې درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

يوه عيني شاهد سيف الله، چې د نجراب ولسوالۍ په بازار کې د خوراکي توکو پلورنځى لري، پژواک خبري اژانس ته وويل: “ايساف ځواکونه په بازار کې له خپلو موټرونو ښکته شوي وو، چې يو ځوان هلک هغوى ته ځان ور ورساوه او چاودنه يې پرې رامنځته کړه.”

د هغه په وينا، د ايساف له لسو زيات سرتېري يې ليدلي، چې پر سړک پراته وو.

نوموړي وويل، چې خلکو درې ملکي ټپيان په خپلو موټرو کې روغتون ته ولېږدول.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې د فرانسې ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې خپل ځواکونه د روان کال تر پايه له افغانستان څخه باسي.

فرانسه په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا درې زره او درې سوه سرتېري لري چې ډېرى يې په کاپيسا کې مېشت دي او تر اوسه يې ٨٦ سرتېري وژل شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version