فراه (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د فراه د پشت رود ولسوال وايي، چې د ملي اردو درې سرتېري د ماين په چاودنه کې او څلور ملکي وګړي د ملي اردو د سرتېرو له خوا ووژل شول.
د پشت رود ولسوال غوث الدين نن (د غبرګولي ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو يو رينجر موټر، چې تېره شپه شاوخوا اوو بجې د دې ولسوالۍ په ساج کلي کې پر ګزمه بوخت و، د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې وشوه، چې له امره يې درې سرتېر ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
هغه ادعا کوي، چې د ملي اردو سرتېرو له دې پېښې وروسته يو شمېر ملکي کسان له خپلو کورونو را وايستل، د جومات د امام په ګډون يې څلور تنه ووژل، درې يې ټپيان کړل او پنځه نور يې له ځانه سره يوړل.
د سيمې يو اوسېدونکى زمرى وايي، چې تېره شپه د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه، چې په پايله کې يې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه وويل: “له هغه وروسته د ملي اردو يو شمېر سرتېرو د خلکو د کورونو په تلاشۍ لاس پورې کړې، ملکي کسان يې له کورونو را و ايستل، ځيني يې ووژل او يو شمېر نور يې له ځان سره بوتلل.”
د فراه والي محمداکرم خپلواک د ملي اردو د درېيو سرتېرو د وژل کېدو پخلى وکړ، خو د ملکي کسانو د وژلو په اړه يې معلومات ورنه کړل.
همدارنګه د فراه د ملکي روغتون رييس ډاکټر عبدالمنان رشيدي پژواک ته وويل، چې د ملي اردو درې مړي او درې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.
خو په لوېديځه حوزه کې د ٢٠٧ لمبر ظفر قول اردو د مطبوعاتي برخې مسؤول ډګروال نجيب الله نجيبي د ملي اردو له خوا ملکي تلفات رد کړل او پژواک ته يې وويل، چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه په پشت روډ ولسوالۍ کې عمليات کړي او په ترڅ کې يې د دولت يو شمېر وسلوال مخالفين وژلي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن