ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې دولتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

13 Jun 2012 - 11:56
13 Jun 2012 - 11:56

چاریکار(پژواک ٢٤غبرګولى ٩١) :د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې نن سهار په بېلابېلو نښتو کې لږ تر لږه پنځو پوليسو او اتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

د سياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار ددې ولسوالۍ په آبکان او چهارده سيمو کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو تر منځ نښتې وشوې.

دى وايي ، چې په دې نښتو کې څلور وسلوالو طالبان په ابکان او څلور نور د چهارده په سيمه کې وژل شوي او مړې يې د جګړې پر ډګر پاتې دي .

هغه وايي ، چې په دې نښتو کې دوه پوليس او يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي ، خو د ټپي شويو طالبانو کره شمېره ورسره نشته .

خو په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو سرګروپ عبدل وايي، چې نن سهار د ملي پوليسو يو رېنجر موټر د ولسوالۍ د مرکز اړوند سيمه کې ماين والوځاوه.

هغه وويل، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټيپان دي.

سرچينې زياته کړې، چې په نننيو نښتو کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو دى يې په اړه کره معلومات نه لري.

د سياه ګرد د مرکز اوسېدونکى محمدمعصوم مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د دولتې ځواکونو عمليات روان دي .

هغه وويل ، چې نن سهار يې د څلورو وسلوالو مخالفينو مړي ليدلي، چې د ابکان په سيمه کې سړک ته څېرمه پراته وو.

دى وايي، چې دوه پوليس يې هم وليدل ، چې ټپيان شوي وو او روغتون ته يې لېږدول .

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، وايي چې د سياه ګرد په نننيو نښتو کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .

هغه ادعا کوي ، چې په دې نښتو کې له دولتي ځواکونو څخه ٦٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دولتي ځواکونو دوه موټر او درې ټانکونه له منځه تللي دي .

حکومتي سرچينو ويلي ، چې تېره ورځ  په سياه ګرد  کې پر يو کور د راکټ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي .

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې د دوى کسانو د سياه ګرد په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمه بريد کړى او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version