ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې عام وګړي ووژل شول او شپږ تنه ټپيان دي

author avatar
12 Jun 2012 - 16:04
author avatar
12 Jun 2012 - 16:04

چاريکار(پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې پر يو کور د راکټ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي، بلخوا د ماين په يوه چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.

د پروان د والي وياند روشنا خالد وايي، چې ياد راکټ نن له غرمې مخکې د طالبانو له لوري پر امنيتي ځواکونو وتوغول، خو له هدف نه لرې د سياه ګرد ولسوالۍ د بلند کلي په يو کور ولګېد.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان ووژل شول، مور او څلور ماشومان يې ټپي دي.

روشنا خالد زياته کړه، چې نښته وروسته له هغه رامنځ ته شوه، چې امنيتي ځواکونو نن سهار په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات په لاره واچول.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دوى کسانو د سياه ګرد په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمه بريد کړى او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وينا، د نښتې پر مهال يو سرف موټر هم د طالبانو لاس ته ورغلى.

د پروان د والي وياند وايي، چې تېره ورځ له شينوارو ولسوالۍ څخه د سياه ګرد په لور يو موټر روان و، چې د سړک غاړې په ماين ور برابر شو، چې له امله يې دوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سيمې اوسېدونکي مقصود وويل، چې د دغه ماين چاودنې له امله ياد موټر ويجاړ شوى دى.

خو طالب وياند وايي، چې دوى د شينوارو په ولسوالۍ کې د پوليسو يو رينجر موټر پر ريموټ کنټرول ماين والوځاوه، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، وروسته بيا امنيتي ځواکونه سيمې ته ور ورسېدل، چې طالبانو ورسره شاوخوا يو نيم ساعت نښته وکړه او هغوى ته يې مرګ ژوبله واړوله.

هغه ومنله، چې په دې جګړه کې يو طالب هم وژل شوى دى.

د يادونې ده، د سيمه ييزو چارواکو په وينا، هغه عمليات چې تېره ورځ د شينوارو ولسوالۍ ګاونډ ته په سياه ګرد ولسوالۍ کې وشول، په ترڅ کې يې د دولت ٤ وسلوال مخالفين ووژل شول او اته نور ټپيان دي.

همداراز لس امنيتي پوستې، چې څلور يې په ولسوالۍ او شپږ نورې د ولسوالۍ په شاوخوا سيمه کې دي، ځاى پر ځاى شوې دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.