چاريکار( پژواک ٢٢ کب ٩١): ځايي چارواکي وايي، د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پوليسو د عامه نظم د لومړي کنډک قوماندان احمدجواد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسلوالو مخالفينو د سياه ګرد په مرکز کې پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د ده په وينا، له همدې امله په ياده سيمه کې د شپې تر درې نيمو بجو نښتو دوام درلود ، چې په ترڅ کې يې بريدکوونکو ته ياده مرګ ژوبله واوښته .
هغه وويل، چې د وسلوالو مخالفينو دوه تنه مړي هم د جګړې په سيمه کې پاتې دي او له وسلو سره د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر ډګروال مسجدي جدي هم يادې څرګندونې تاييدوي ، خو وايي، چې د وسلوالو مخالفينو يو مړى د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى .
د سيمې يو اوسېدونکى اميرخان بيا وايي، چې په ياده نښته کې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي او د يوه تن مړى دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلى دى .
ده وويل، چې په نښته کې وسلوال مخالفين ټپيان شوي هم دي ، خو دى يې د شمېرې په اړه معلومات نه لري.
وسلوالو مخالفينو د يادې نښتې په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبر له مخې،د پروان د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زمرى ناصري وايي ، چې تېره شپه د بګرام په هوايي ډګر کې دوه توغندي لګېدلي دي .
هغه وايي، چې د دې توغنديو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې طالبانو تېره شپه په بګرام کې د امريکايي ځواکونو پر اډه د سکر ٢٠ ډوله توغنديو بريد کړى .
دى وايي، چې درې توغندي پر دې هوايي ډګر لګېدلي او درانه زيانونه يې اړولي دي .
په بګرام کې مېشتو امريکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن