لښكرګاه-کندوز ښار (پژواك ٧ چنګاښ ٩١): د هلمند او کندوز ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې شپږ وسلوال طالبان او درې پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د چنګاښ په ۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د مارجې، ناوې، نادعلي او ګرمسېر ولسواليو پر لويه لاره د ترخه ناور په سيمه کې ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات ترسره کړل.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته هم رامنځ ته شوه، چې له امله يې څلور وسلوال مخالفين ووژل شول او اته نور ټپيان شوي دي.
د فرهنګ په وينا، د دې جګړې پر مهال د عامه نظم يو پوليس هم وژل شوى او دوه ملي پوليس ټپيان شوي دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
نوموړي زياته كړه، چې سيمه اوس مهال د دولت له مخالفينو څخه پاكه شوې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند زياتوي، چې په همدې ورځ په ياده سيمه كې د دولت دوو مخالفينو غوښتل چې ماين ځاى پر ځاى كړي، چې پرې چاودېدلى او دواړه وژل شوي دي.
بلخوا د دولت د وسلوالو مخالفينو وياند قاري يوسف احمدي پژواك ته په يوه ټېلېفوني پيغام كې ويلي، چې په ياده سيمه كې يې لس پوليس وژلي او د دوى كسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د کندوز مرکز اړوند په حضرت سلطان سيمه کې د عامه نظم پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک ته وويل، چې د عامه نظم پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې رينجر موټر يې په ريموټ کنټرول ماين ور برابر شو.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعدمختار وايي، چې روغتون ته د دوو پوليسو مړي او درې ټپي پوليس ور وړل شوي، چې د يوه په کې روغتيايي حالت نازک دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې چاودنه کې اووه پوليس وژل شوي او رينجر موټر يې هم ويجار شوى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن