غزني ښار (پژواك ۷ چنګاښ ۹۱): چارواكي وايي، چې وسلوالو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د خلکو د پاڅون پنځه غړي او د امنيتي کمپنۍ ساتونکو په غزني ښار کې درې عام وګړي وژلي دي.
د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د بدوانو په سيمه كې د وسلوالو طالبانواو د سيمې د خلکو تر منځ، چې د طالبانو پر ضد يې پاڅون کړى دى، درنه نښته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو پر هغه کور بريد کړى، چې په کې د پاڅون غړي ناست وو او پنځه کسان يې ووژل.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژبله نه ده اوښتي.
د سيمې خلك هم د خپلو پنځو تنو وژنه تاييدوي، د ملي پاڅون يوه غړي نېك محمد پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى پنځه تنه له وسلوالوسره په نښته كې وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې اوس مهال د دوى شمېر نږدې څلور سوو تنو ته رسېدلى او په دې لاره كې د خلكو ملاتړ هره ورځ په زياتېدو دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د غزني ښار اړوند د زرګرو په سيمه كې د سيمې د خلكو او د امنيتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ د ځمكې پر سر درنه نښته رامنځته شوې ده.
د والي وياند سباوون وايي، چې په دې نښته كې ۳ عام وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د والي وياند په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
د سيمي اوسېدونكي بيا وايي، چې د قلاتي کلي خلكو د دوى ځمكه په زور نيولې او وروسته يې د سلطان محمود د ښارګوټي پر څښتن پلورلې ده.
د زرګرو د کلي اوسېدونكي تاج محمد پژواك ته وويل: ((د قلاتي خلكو د دوى ځمكه په نورو كسانو پلورلې ده او موږ چې كله د خپلې ځمكې غوښتنه كوو، نو دوى وسلوال راولي او پر موږ ډزې كوي.))
د يادونې ده، دا څويم ځل دى چې د قلاتي او زرګرو د کليو اوسېدونكي د ځمکې د ملکيت پر سر لانجې او جنګونه کوي، د غزني د ولايت مقام او ولايتي شورا ته يې په ځلونو دغه ستونزه وړاندې کړې، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي دې لانجې ته د پاى ټکى کېږدي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن