ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بانک د قضيې او د لتفا په پروژه کې د شوي اختلاس په اړه د معلوماتو غوښتنه وشوه

5 Jul 2012 - 17:24
5 Jul 2012 - 17:24

کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د افغانانو د روڼتيا او حساب ورکولو ايتلاف، د کابل بانک د قضيې او د يو راپور له مخې د افغانستان لپاره د نظم او قانون وجهي صندوق (لتفا) په پروژه کې د شوي اختلاس په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

په دغه ايتلاف کې د مدني ټولنې، ملي شورا، حکومت، د ځينو موسسو غړي او يو شمېر ځوانان شامل دي.

د دغه ايتلاف کسان وايي، چې دولت او نړيواله ټولنه د مالي لګښتونو د شفافيت په اړه خلکو ته معلومات ورکوي او په دې اړه د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو پول دى.

ياد ايتلاف نن د کابل بانک د ستونزې په اړه د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري او د ياد اختلاس په اړه په هېواد کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي جان کوبېش ته سرخلاصي ليکونه واستول.

دلاوري ته په سر خلاصي ليک کې راغلي، چې د کابل بانک په اړه خپرو شوو راپورونو، دغه ايتلاف اندېښمن کړى دى.

د دغه ايتلاف يوې غړې هوسۍ وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو راپورونو يې موخه هغه څرګندونې دي چې د افغانستان بانک او کابل بانک مشرانو په ولسي جرګه کې کړې دي.

يادو چارواکو په ولسي جرګه کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي او د ولسمشر د لومړي مرستيال د ورور حسين فهيم، د کابل بانک د پخوانيو چارواکو (شېرخان فرنود او خليل فيروزي) تر څنګ د يو شمېر نورو هغو کسانو نومونه ياد کړل، چې له کابل بانک څخه يې پور اخيستى دى.

له کابل بانک څخه په ټوليز ډول شاوخوا ٩٠٠ ميليونه امريکايي ډالره پور اخيستل شوى دى.

کابل بانک په ١٣٨٩ کال کې د ناقانونه پورونو له امله له بحران سره مخ شو، چې بيا وروسته په دوو برخو ووېشل شو.

دا مهال د دغه بانک يوه برخه د نوي کابل بانک تر نوم لاندې د دولت په چوکاټ کې فعاليت کوي او بله برخه يې تر څېړنو لاندې ده.

ياد ايتلاف له دلاوري څخه په خپل سرخلاصي ليک کې غوښتنه کړې چې د کابل بانک د قضيې په اړه لږ تر لږه پنځه پاڼې راپور دغه ايتلاف ته ورکړي.

هوسۍ وردګ وايي، دوى ځکه په پنځو پاڼو کې د راپور غوښتنه کړې؛ چې مخکې ورته ماليې وزارت په دې اړه لويې دوسيې ورلېږلې، چې مطلب اخيستل ترې اسانه کار نه دى.

په ياد سرخلاصي ليک کې راغلي، چې د افغانستان بانک بايد پر ټولو بانکونو شرط کېږدي، چې د خپلې پانګونې ٨٠ سلنه په هېواد کې دننه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان بانک عالي شورا پرېکړه وکړه، چې بانکونه بايد په بهر کې پانګونه ونه کړي.

د افغانانو د روڼتيا او حساب ورکولو ايتلاف په سر خلاصي ليک کې له افغانستان بانک څخه غوښتي، د هغو کړنو په اړه دې معلومات ورکړي، چې په نورو بانکونو کې يې د کابل بانک په څېر د بحران د مخنيوي لپاره په پام کې لري.

ياد ايتلاف وړانديز کړى، چې هر څه ژر بايد له ټولو بانکونه تفتيش وشي ترڅو خلک باور پيدا کړي، چې د کابل بانک په څېر نور بانکونه له ستونزو سره نه مخ کېږي.

هوسۍ وردګ وايي، چې د افغانانو د روڼتيا او حساب ورکولو ايتلاف، له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوي، چې دغه سرخلاصي ليک ته ژر ځواب ووايي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان بانک له چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ياد ايتلاف، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان کوبېش ته په سرخلاصي ليک کې ليکلي، چې تېره مياشت وال سټريټ ژورنال يو خبر خپور کړ، چې له مخې يې د افغانستان لپاره د نظم او قانون وجهي صندوق (لتفا) په پروژه کې اختلاس شوى دى.

په ليک کې له جان کوبېش څخه غوښتنه شوې، چې د دغه اختلاس قضيه تعقيب کړي.

د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، په دې پروژه کې ٢،٢ ميليونه امريکايي ډالره اختلاس شوى او په دې پروژه کې د ١٥٠زره پوليسو د تنخواګانې او لګښتونو لپاره په ټوليز ډول ١،٤ ميليارده ډالره شامل دي.

د دغه راپور له مخې، د لتفا پروژې پيسې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا د افغان پوليسو د تنخواګانو او نورو لګښتونو لپاره ورکول کېږي.

وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، اروپايي ټولنې هم ويلي، تر هغه چې د لتفا پروژې ستونزې په ډاګه نه شي په دې برخه کې نورې مرستې نه کوي.

د افغانانو د روڼتيا او حساب ورکولو ايتلاف له کوبېش څخه غوښتي، معلومات ورکړي، چې په دې قضيه کې څومره کسان لاس لري او اختلاس کوونکي د قانون منګولو ته سپارل شوي او که څنګه؟

دغه راز دغه ايتلاف له کوبېش څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو تفتيش وکړي، ترڅو ټولو ته معلومه شي، چې د افغانستان د بيارغونې له پيسو څخه ناوړه ګټه نه پورته کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر د مطبوعاتو مسوول نظيف الله سالارزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کوبېش د وال سټريټ ژورنال د ياد راپور په اړه خپلې اندېښنې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام له مشرانو سره شريکې کړې دي.

دى وايي، چې تر اوسه په دې اړه دوى له نيويارک څخه کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version